د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د اختر لپاره تیاری نیول کیږي


په کندوز کې د اختر لپاره تیاری نیول کیږي
په کندوز کې د اختر لپاره تیاری نیول کیږي

د دوشنبې په ورځ لا د کندوز خلک نه وو خبر چې اختر به د سه شنبې په ورځ وي که نه .

هر څوک چې یو له بل سره مخ شي له ستړي مشو وروسته د اختر پوښتنه کوي، چې اختر به کله وي؟ په نورو روژو کې پر خلکو د اختر دومره بیړه نه وي خو سږ کال خلک ګرمۍ په عذاب کړي او د اختر د راتلو تلوسه یې زیاته شوی ده.

په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوی د پښې ایښودلو ځای نه کیږي، په لاسګاډو کې د پلورونکو شمیر هم زیات شوی، او د فرعي سرکونو پر غاړو د وچې میوې نوي دوکانونه لګیدلي دي، د عادي ورځو په پرتله د دوکاندارانو سودا زیاته شوی ده، ځکه په دې ورځو کې هر څوک د کورنۍ لپاره د یو شي نه یو شي د اخیستو په خاطر بازار ته ځي.

د کندوز د عمومي چوک په سر د پياده رو یوې څنډې ته یو ځوان د ساعتونو په لویه بکسه مخ ته ایښې ده چې څوتنه ورسره بیه کوي هغه وایې چې ددوي په پلور کې هم په دې ورځو کې زیاتوالې راغلې هغه وایې چې که دوه زره افغانۍ سودا وکړي نو پنځه شپږ سوه خامخا دده ګټه وي:

"ساعتونه پلورم خرید و فروش زیات دی زمونږ سودا هم ښه ده، روزانه پنځلس سوه شپاړس سوه سودا کوو چې په دغو پیسو کې پنځه، شپږ سوه ګټه پاتي کیږي، میوه ډیره ګرانه شوې ده ما هم یو څه میوه اخیستې خو غریب به په دغه ګرانۍ کې څه اختر وکړي."

ټول خلک وایې چې د شيانو نرخونه لوړ شو ي دي، یو دوکاندار هم د هغو شیانو د نرخ د لوړیدو شکایت کوي چې بل دوکاندار یې په ده پلوري، خو خپله بیا وایې چې د اختر په ورځو کې یې ګټه زیاته شوې ده یو تن دوکاندار وایې:

"په دې ورځو کې نرخونه ډیر لوړ شوي دي، د خوراکي شیانو او لباسونو هر څه نرخونه لوړ شوي یو شی چې به په سل افغانۍ و اوس په یوسل او پنځوس افغانۍ دي، د نرخونو د لوړیدو علت نه دی معلوم خو د دولت له خوا کوم مشخص نرخ نشته، او د اختر لپاره مې نیمه سودا اخیستې او نیمه پاتي ده هرڅه ډیر قیمته دي، د ورځې تر لس زرو افغانیو پورې سودا کوم، چې په دغه سودا کې تقریبا (۴۰٪) ګټه ده."

د کندوز په ښار کې د ګڼې په زیاتیدو سره د هرچا په کاروبار کې فرق راغلی د هر پلورونکي او دوکاندار تر څنګ د ټکسې وان، موچي، بارچلوونکي، او نورو کسبګرو په عایداتو کې زیاتوالې راغلی، نو که له یوې خوا زیاتې ګټي له بله پلوه زیاتې مصرفوي هم.

په دې ورځو کې ښارونو ته د کلیو زیات خلک د سودا لپاره راځي ځکه چې د کلیو په دوکانونو کې بیا نرخونه د ښار په پرتله څو برابره لوړ وي نو هغه څوک چې ګټه کوي باید په ښار کې د اختر اړونده سودا واخلي، په کندوز ښار کې د ګڼې ګوڼې د زیاتیدو تر څنګ په ښار کې د سوالګرو شمیر هم زیات شوی، چې اکثر سوالګر یې ښځې دي، او فکر کیږي چې لکه د نورو خلکو په څیر به ددوي په عایداتو کې هم زیاتوالې راغلې وي.

XS
SM
MD
LG