د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې بزګرانو ته تراکتورونه ورکول کیږي


کندوز کې بزګرانو ته تراکتورونه ورکول کیږي
کندوز کې بزګرانو ته تراکتورونه ورکول کیږي

حاجي سرفراز د امام صیب ولسوالۍ یو دهقان د هغه تراکتور نه شاوخوا تاویده چې په همدې شیبه ورته د زراعت د مسولینو له خوا تسلم شوی و، هغه وویل چې دوي په امام صیب ولسوالۍ کې د کوپراتیفونو اتحادیه جوړه کړې او د دولت له خوا ورسره د شپږو تراکتورونو مرسته وشوه.

په کندوز کې له دهقانانو سره دغه مرستې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له خوا شوي دي، په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کښت په کې نه کیږي دمخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له خوا ورته هر کال د انکشافي پروژو لپاره یو میلیون امریکایی ډالر ورکول کیږي.

د کندوز یو تن دهقان چې تراکتور یې چالان کړی او غواړي چې خپلې سیمې ته یې بوځي ددغو مرستو په اړه یې داسې وویل: "دوي ته د زراعت له خوا شپږ تراکتورونه سهم ورکړل شو چې دوي به پرې نورو دهقانانو ته له عام نرخ نه سل افغانۍ ازرانه قولبه کیږي"

دغه دهقانان وایې چې دولت باید دوي ته استانتیاوي برابر کړي، او دوي چې تر اوسه یې له دولت څخه هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې دغه مرستې ددوي ټولې ستونزې نه شي هوارولې:

"دغه تراکتورونه په خان اباد کې د دهقانانو ستونزې نه شي حلولې خو بیا هم غنیمت دی او هیله لرو چې د خان اباد دهقانانو ته د خدمت وړ وګرځي"

د کندوز هغه دهقانان چې د تراکتور په ذریعه ځمکه قولبه کوي د یو ساعت قولبې په بدل کې نهه سوه افغانۍ چې د شلو ډالرو معادل دي ورکوي.

د هقانان وایې چې کوپراتیفونو ته د ویشل شوو تراکتورونو په ذریعه به له یوې خوا د ځمکې د قولبې نرخ یو څه کم شي او له بله پلوه به په مناسب وخت کې کر کوي.

د کندوز د زراعت ریس عزیز الله ایماق وایې چې کندوز ولایت ته اته ویشت تراکتورونه سهم ورکړل شوی چې په دغه ولایت کې د دهقانانو د کوپراتیفونو په اتحادیو وویشل شول: "کندوز ته اته ویشت تراکتورونه سهم ورکړل شوی چې شپږ ویشت تراکتورونه په ولسوالیو کې دهقانانو ته وویشل شول او دوه نور په مرکز کې د دهقانانو د سهولت لپاره پریښودل شول."

د کندوز دهقانان وایي چې د تراکتورونو دغه مرسته ددوي لپاره سهولت رامینځ ته کوي خو په بشپړه توګه د دهقان ستونزې نه شي لرې کولې، د زراعت ریس عزیز الله ایماق چې د تراکتورونو د ویشلو او تسلیمولو په چارو کې مصروف و هغه هم وایې چې دغه ولایت ته د نورو تراکتورونو ضرورت هم شته: "په سلګونو دغه ډول تراکتورونه ددغه ولایت د دهقانانو لپاره کافي نه دي خو د زراعت وزارت چې په راتلوونکې کې نور شپږ زره تراکتورونه اخلي کندوز ته به هم یو برخه ورکوي"

په کندوز کې د لومړي ځل لپاره پر دهقانانو تراکتورونه ووشل شول، چې ددغو تراکتورونو له عایداتو څخه به له تخنیکي مصرف پرته نورې پیسې دولت ته تسلیموي، که په کندوز او نورو شمالي ولایتونو کې دهقانانو سره ورته مرستې وشي، او ددغه ولایت زراعت ته پراختیا ورکړل شي یوازي شمالي ولایتونه ټول افغانستان ته غله رسولې شي.

XS
SM
MD
LG