د لاس رسي وړ اتصالات

كندوز کې د انگریزي او انټرنيټ د وړیا زده کړې مركز جوړ شو


كندوز کې د انگریزي او انټرنيټ د وړیا زده کړې مركز جوړ شو
كندوز کې د انگریزي او انټرنيټ د وړیا زده کړې مركز جوړ شو

له مطالعې او انټرنيټ سره د ځوانانو د اشناكولو او له دې لارې د هغوي د استعدادونو د روزلو په خاطر د كندوز په ښار كې يو تعليمي مركز جوړ شوى، دغه تعليمي مركز د امريكا د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې (USAID) له خوا تمويليږي.

قيس پوپل په دغه تعليمي مركز كې د انګريزي ژبې، كمپيوټر او انټرنيټ ښوونكى دى د هغه شاوخوا تقريبا لس تنه ځوانان نجونې او هلكان ناست دي او هغه زده كوونكو ته د انټرنيټ درس وركوي.

قيس پوپل وايي چې ټول ځوانان كولاى شي په وړيا توګه له دغه تعليمي مركز، كتابتون او ددغه مركز له انټرنيټ څخه ګټه واخلي هغه وايي: "په دغه مركز كې كتابتون، د انګريزې ژبې، كمپيوټر او انټرنيټ د زده كړې ټولګي شته دى، او نور خلك هم كولاې شي چې له دغې كتابخانى استفاده وكړي".

هغه وايي چې په دغه كتابتون كې ډير معلوماتي كتابونه شته، قيس پوپل زياتوي چې دوي زده كوونكو ته په درې اونيو كې له انټرنيټ د ګټې اخيستو لارې چارې ورښيي: "د انټرنيټ د زده كړو يوويشت ورځنى كورس لروچې څلويښت تنه يې هلكان او شل تنه يې نجونې دي، خو په عمومي توګه د لينكن سنټر تعليمي مركز څخه هره ورځ تر څلورسوه تنو پورې ځوانان استفاده كوي".

يو ځوان چې د لينكن سنټر په تعليمي مركز كې له انټرنيټ څخه ګټه اخلي محمد عارف نوميږي هغه وايي چې ددغه تعليمي مركز له لارې د ځوانانو استعدادونه لوړيداى شي، ځكه چې دلته له انټرنيټ پرته لوى كتابتون هم شته چې له هر ډول معلومانو ډك كتابونه په كې دي.

محمد عارف وايي چې دى هره ورځ دوه ساعته په دغه تعليمي مركز كې زده كړې كوي: "مونږ په يوه ورځ كې دوه ساعته دلته درس وايو، انټرنيټ زده كوو او د بې كارۍ پر وخت غواړو له انټرنيټ څخه معلومات تر لاسه كړو، او كله چې ښوونكى يوه موضوع راكوي مونږ د معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره دغه تعليمي مركز ته راځو".

د محمد عارف ترڅنګ بل كمپيوټر ته يو جينۍ ناسته ده چې ځان يې په تورڅادر كې پيچلى دى هغې ځان سميرا راوپيژانده او زياته يې كړه چې هغه په اونۍ كې پنځه ورځې په دغه تعليمي مركز كې له انټرنيټ څخه ګټه اخلي، سميرا وايي: "ټوله هفته له انټرنيټ څخه د استفادى لپاره راځم او ددى مركز له كتابتون څخه هم ګټه اخلم، ځكه چې ښه معلوماتي كتابونه لري او د ځوانانو لپاره ښه پروګرامونه لري".

په كندوز كې د لينكن تعليمي مركز له جوړيدو وړاندې داسې ځاى نه و چې نجونې په كې له انټرنيټ څخه معلومات واخلي او يايې كتابونه مطالعه كړي، سميرا وايي: "پخوا تر دى داسې ځاى نه و چې نجونې په ازاده توګه راشي او هلته كتابونه وګوري او مطالعه وكړي".

د كندوز د اطلاعاتو او فرهنګ ريس عبدالشكور دوست وايي چې په كندوز كې يو شمير كتابتونونه شته چې مينه وال په كې مطالعه كوي: "مونږ په كندوز كې عامه كتابتون لرو چې له پخوا څخه زيات كتابونه په كې شته دى او د امام صيب په ولسوالۍ كې هم يوه كتابخانه فعاله ده".

د كندوز د اطلاعاتو اوفرهنګ ريس عبدالشكور دوست وايي چې يو شمير خصوصي فرهنګي مركزونه هم كتابخانې لري چې خلك ترې ګټه اخلي "د كندوز په ښار كې يو شمير خصوصي فرهنګي مركزونه شته چې هغوي هم كتابتونونه لري، په جوماتونو او ديني مدرسو كې كتابتونه شته دى، د كتاب مطالعه كوونكي زيات دي او ورځ تر بلې زياتيږي او د خوشبختۍ ځاى دادى چې اوس د ځوانانو پام دغه لورته اوښتې دى، او د لينكن په نامه يو تعليمي مركز شته چې زيات شمير كتابونه يې په خارجي ژبه دي، په دغه مركز كې ځوانانو ته د كمپيوټر او انټرنيټ زده كړې هم وركوي، ددغه ډول فرهنګي مركزونو جوړيدل د ځوانانو د استعدادونو په روزلو كې پوره ونډه لري، خو اوس هم د فرهنګي مركزونو او كتابخانو موجوديت كافي نه دى".

پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه هم په كندوز كې فرهنګي او ادبي فعاليت كوي دغه ادبي ټولنه هم يو مناسب كتابتون لري چې زياته برخه كتابونه يې ادبي او تاريخي دي، غلام حيدر ددغې ټولنې يو تن غړى دى هغه په كندوز كې د كتابتونونو او له هغې څخه د ګټې اخيستو په اړه وايي: "په كندوز كې د لينكن په نامه يوه كتابخانه شته خو عام خلك ورڅخه ګټه نشي اخيستې، او په اسانۍ نه شي ورتلاى او ددغه مركز كتابونه په انګريزي ژبه دي او يو ازې هغه خلك چې له انګريزي ژبې سره بلد وي كولاى شي ګټه ترې واخلي".

په كندوز كې د هر كال په تيريدو سره يو شمير فرهنګي او ټولنيز مركزونه جوړيږي چې ورسره د كتابتونونو جوړيدل هم رواج شوي دي، خو يو شمير كتابتونونه داسې وړتيا نه لري چې عام خلك ترې په اسانۍ ګټه واخلي.

XS
SM
MD
LG