د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې د انټرنیټ استعمال په زیاتېدو دی


په کندز کې د انټرنیټ استعمال په زیاتېدو دی
په کندز کې د انټرنیټ استعمال په زیاتېدو دی

احسان الله د کندز ښار په یوه نیټ کیفي کې د خپل مونوګراف اړوند موضوعات ګوري. دی د کندوز پوهنتون د تعلیم او تربیي پوهنځي د انګزیزې ژبې د ادبیاتو له څانګې فارغ شوې. هغه وایي چې دې له دوه کالو راپه دیخوا هغه وخت له انټرنیټ سره اشنا شو چې کله ورته د انګریزي ژبې په ګرامر کې د ښوونکي له خوا په یوه موضوع د معلوماتو د راوړلو وویل شول.

پدې ولایت کې د انټرنیټ زیات استفاده کوونکي محصلین، سوداګر او متعلیمین دي.

احسان الله له انټرنیټ څخه د زده کړو په باره کې داسې وویل: "غواړم د مونوګراف مواد له انټرنیټ نه پوره کړم، او لوړی زده کړې ددی سبب شو چې له انټرنیټ سره اشنا شوم، استادان که کورنۍ دنده راکوي له انټرنیټ نه کولای شو په اسانۍ سره موضوعات پیدا کړو، که مونږ کتابونو ته لاسرسې نه لرو له انټرنیټ څخه کولای شو ډیر څه واخلو، په اوسنۍ زمانه کې تکنالوژي پرمختګ کړی او دا ضرورت دی، او انټرنیټ یوازینۍ مرجع ده چې د موضوعاتو په پیدا کولو کې تر ګټه اخلو"

په کندوز کې دوه کاله پخوا د انټرنیټ یو مرکز و چې د ورځې به یې څلور یا پنځه تنه مراجعین درلودل، خو اوس په کندوز کې د انټرنیټ دوه شخصي نیټ کیفي جوړې شوي چې په هره یوه کې لس کمپیوټرونه ایښودل شوي دي، خو بیا هم په دغه نیټ کیفي کې یو شمیر خلک انتظار کوي چې نوبت ور ورسیږي.

دولتي او شخصي مخابراتي کمپنۍ هم دوه نیټ کیفي لري، خو په دغو نیټ کیفیو کې د کمپیوټرونو شمیر کم دی، دولتي او شخصي مخابراتي کمپنیو د سیمکارتونو په ذریعه هم خلکو ته انټرنیټ ورکړې، خو هغه خلک چې د سیمکارت له لارې له انټرنیټ څخه استفاده کوي وایې چې انټرنیټ یې ډیر کمزورې وي، په کندوز کې زیات شمیر ژورنالیستانو هم له هرې مخابراتي کمپنۍ څخه انټرنیټ د سیمکارتونو په ذریعه انټرنیټ اخیستې خو هیڅ یو له هیڅ انټرنیټ څخه راضي نه ښکاري، او هیله لري چې سوداګر باید په دغه ولایت کې د انټرنیټ قوي شبکه فعاله کړي:

"په کندوز کې د انټرنیټ ستونزه داده چې دلته په یو ټاکلي وخت کې نیټ کیفي پرانستي وی او که له ټاکلي وخت وروسته رپورټ نه شو لیږلې، او داسې انټرنیټ دی چې یو ایمبی فایل په شلو دقیقو کې نه شي لیږلې"

ددې ټولو ستونزو سربیره بیا هم په کندوز کې زیات شمیر خلکو د سیمکارتونو، او لیني ټلیفونونو په ذریعه له ویشل شوي انټرنیټ څخه استفاده کوي.

له محصلینو ژورنالیستانو او سوداګرو پرته د ښار عادي خلک هم په خارجي او ګاونډیو هیوادونو کې له خپلوانو او نورو خلکو سره د انټرنیټ په ذریعه اړیکې نیسي، خو دغه خلک وایې چې د کندوز ښار د انټرنیټ د استعمالوونکو په پرتله په دغه ولایت کې د انټرنیټ تکنالوژۍ کمبود احساسوي. دغه خلک وایې که دولتي او شخصي مخابراتي کمپنۍ خلکو ته قوي او تیز انټرنیټ ورکړي فکر کوي چې هره کورنۍ به ترې استفاده وکړي.

په کندوزکې د یوې نیټ کیفي مسول په دغه ولایت کې د انټرنیټ د استعمالوونکو او د خلکو د ضرورت په اړه وایې: "له نورو کلونو نه د انټرنیټ استعمالونکي زیات دی، او خلک له انټرنیټ سره علاقه لري، محصلین او نور خلک راځي او استفاده ترې کوی"

د دوبۍ په نامه په یوه انټرنیټ کیفي کې یو تن په کمپیوټر مشغول دی هغه وایې چې دې سوداګر دې او له دې لارې په دوبۍ کې له نورو سوداګرو سره اړیکې نیسي: "پخوا خلک له انټرنیټ سره اشنا نه وو خو اوس زیات خلک له انټرنیټ سره اشنا شوي دی، او زه په دوبۍ کې له سوداګرو سره اړیکې لرم او د انټرنیټ له لارې له هغوي سره د نرخونو په اړه معلومات شریکوم"

په دې وروستیو میاشتو کې له لویانو پرته یو شمیر ماشومانو چې عمرونه یې تر پنځلسو کالو رسیږي له کمپیوټر او انټرنیټ سره اشنایی پیدا کړې دغه تنکي ځوانان له دې پرته چې په خارج کې له خپلوانو سره اړیکې نیسي، په فیس بوک کې اخته وي او د ملګرو په پیدا کولو بوخت وي.

XS
SM
MD
LG