د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې محلي پولیس جوړ شول


کندوز کې محلي پولیس جوړ شول
کندوز کې محلي پولیس جوړ شول

د کندوز په ټولو ولسوالیو کې د دولت د مخالفو وسله والو پر خلاف محلي پولیس جوړیږي، له تیر یو نیم کال راپه دیخوا د کندوز چارواکو یو شمیر پخواني قوماندانان مسلح کړي وو چې د طالبانو پرخلاف د دولت په ملاتړ وجنګیږي، خو اوس دولت غواړي دغه کسان د محلي پولیسو په نامه په دولتي لیکو کې شامل کړي، محلي پولیسو ته به روزنه ورکول کیږي او په خپله سیمه کې به د دولت د مخالفینو پر خلاف جنګیږي.

په کندوز کې یو شپیته تنه محلي پولیسو ته یو میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې، دغه محلي پولیس چې له خپلې اړوندې سیمې څخه د باندې فعالیت وکړي د امریکايې قواو له خوا روزل کیږي.

د کندوز والي محمد انور جګدلک ددغو یو شپیته تنو محلي پولیسو دفراغت په غونډه کې وویل چې دوي په دې خوښ دي چې دسیمې په امنیت کې له دولت سره مرسته کوي: "د خوښۍ ځای دی چې یو شمیر ځوانان حاضریږي او یو شمیر قوماندانان چې د جهاد پر وخت یې سختې ګاللي، او خلکو ته د امنیت د راوستلو کوشش کوي"

هغه وویل چې دوي د داسې وخت د راتلو په هیله دي چې یو وخت پولیس بې وسلې په ښار کې وګرځي: "دداسې وخت په هیله یو چې وسله ولرئ خو وسله مو په قرارګاه کې وي ، او دې ته ضرورت نه وي چې وسله مو په اوږه وي او په ښار او کوڅو کې وګرځئ"

دوه تنه محلي پولیس چې د فراغت سند یې په لاس کې و له اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل:

"زه خوشاله یم چې د وطن لپاره خدمت کوم، مونږ پخوا اربکیان وو اوس د محلي پولیسو په لیکو کې شامل شوو، مونږ درې هفتې درس ووایه او س غواړو شهادتنامې واخلو او هیواد ته خدمت وکړو، په دې یوه میاشت کې مونږ د تالاشۍ او په جګړه کې د خپل زخمي ملګر راوړل زده کړل"

د محلي پولیسو او پخوانې قوماندان نظامي وایې چې دوي په هر صورت د خلکو د سهولت لپاره له دولت څخه ملاتړ کوي: "پنځو س تنه پخوا فارغ شول، چې اوس په پوستو کې دي، او یو شپیته تنه اوس فارغ شول، زه کوشش کوم او خپل افراد نه پریږدم چې خلکو ته ضرر ورسوي، کیدای شي یو شمیر وسله والو له قومیانو او ولس څخه پیسې ټولې کړي وي، خو زه خپل اړوند کسان نه پریږدم چې له خلکو پیسې واخلي"

د کندوز د چاردرې او ګورتیپې سیمو خلک له محلي پولیسو شکایت کوي چې دوي یې هغه وخت چې طالبان له سیمې وتلي وو، زیات زورولي وو.

XS
SM
MD
LG