د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د دولت د مخالفینو لس کسیزه ډله تسلیم شوه


کندوز کې د دولت د مخالفینو لس کسیزه ډله تسلیم شوه
کندوز کې د دولت د مخالفینو لس کسیزه ډله تسلیم شوه

د دولت د مخالفو وسله والو لس کسیزه ډله له خپلو وسلو سره چې د کندوز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې یې له تیرو دوو کالو راپه دیخوا د دولت پر خلاف جګړې کولې، اوس له دولت سره یو ځای شول.

احمد شاه چې له تیرو دو کالو راپه دیخوا یې د دولت پر خلاف وسله اوچته کړې وه وایې چې دوي غواړي خپل هیواد ته خدمت وکړي: (( دوه کاله مخکې مونږ غولول شوي وو، مونږ چې کله په پاکستان کې خپل مشران ولیدل، ټول جنجال په چوکۍ دی او مونږ که مړي ورکړي او که زخمیان دا عبث کار و، د پاکستان حکومت له دغو خلکو سره همکاري کوله چې خپل هیواد خراب کړي، مونږ ته یې عزت نه راکوه، نو له هغې دا ښه ده چې خپل هیواد ته ستانه شوو، او دا ښه شوه چې سر مو خلاص شو، کنه کیدای شي بیا هم په خپلو پخوانیو دندو راګرځیدلي وای.))

د هغه بل ملګری هم ورته نظر لري: (( درې میاشتې مو په کویټه کې تیرې کړې، کله چې دوی خپل تشکیل جوړاوه احمد شاه یې ولسوال و ټاکه او زه یې د جنګ د قوماندان په توګه وټاکلم، په پاکستان کې ددوي یا دپیسو په سر او یا د چوکۍ په سر جنجال و، ددوي پخوا نیو مشرانو به ویل چې که والي یې مقرر کوي خو بیرته ارچي ته راځي او کنه هیڅ نه راځي، ماته دا معلومات وو چې دلته به ولسوال مقرر شو په کور کې به یې هیڅ نه درلوده خو اوس په پاکستان کې بلډینګونه لري.))

احمدشاه چې اوس له دولت سره یو ځای شوی د کندوز د ارچي په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو له خوا د ولسوال په حیث او ګلبدین د جګړې د قوماندان په توګه مقرر شوي وو.

په کندوز کې د سولې د عالي شورا د دفتر مسول اسدالله عمرخیل ددغو وسله والو د تسلیمدو په اړه داسې وایې: (( د سولې عالي شورا د هغو وروڼو لپاره خاص پروګرامونه لري، ددوي لپاره به د کار زمینه برابریږي، او د هغوي داقتصادي ستونزې به حلوي.))

د دشت ارچي ولسوال شیخ سعدی وایې چې دوی خوشاله دی چې دغو وسله والو د دولت له مخالفته لاس واخیسته: ((نن ډیر خوشاله یم چې دغه وروڼه د سولې او د ارچي ولسوالۍ د وضعیت د ښه والي په خاطر راغلل، او له ټولو هغو وروڼو هیله لرو چې په پاکستان کې دي، راشي او له دولت سره یو ځای شي.))

د ارچي ولسوال له دولت نه غوښتنه وکړه چې ددغو خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي او د هغوي لپاره دکاروبار زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG