د لاس رسي وړ اتصالات

د كندوز ـ چاردرې د سرك كار پيل شوی


د كندوز ـ چاردرې د سرك كار پيل شوی
د كندوز ـ چاردرې د سرك كار پيل شوی

د كندوز د ښار او چاردرې ولسوالۍ ترمينځ د شپږ نيم كيلو متر اوږد سرك د جوړولو كارونه پيل شوي دي.

دغه سرك چې ديارلس متره پلنوالې او شپږ نيم كيلومتره اوږدوالى لري د المان هيواد د انكشافي بانك له خوا يې د قير كولو لګښت وركول كيږي.

د كندوز په پي ار ټي كې د المان هيواد انكشافي بانك يو تن نماينده وايي چې دوي د كندوز له ښار څخه تر چاردرې او له چاردرې څخه د بلخ ولايت د اړوندې سيمې خلم پورې ددغه سرك د قير كولو پلان لري چې اوس مهال دغه سرك تر چاردرې ولسوالۍ پورې قير كيږي او له هغې وروسته به تر خلم پورې د سرك د جوړولو او قير كولو كارونه پيل شي.

هغه وايي چې دوي د هر يو كيلو متر سرك د قير كولولپاره يو ميليون ډالر لګښت ځانګړى كړى دى.

له چاردرې ولسوالۍ څخه تر خلم پورې دغه لار يو سل او يو كيلومتر اوږدوالې لري چې له قير كولو وروسته به يې سوداګر په اسانۍ سره له مزار شريف څخه تجارتي مالونو كندوز ته انتقالوي.

د المان هيواد له تيرو درې كالو راهيسې ددغه سرك د قيركولو پلان درلوده، خو د امنيتي ستونزو له امله يې د جوړولو كارونه نه وو پيل شوي. د كندوز ولايت د امام صيب، ارچي، چاردرې او د پاني نورو دريو ولسواليو خان اباد، علي اباد او قلعه ذال ځينې سيمې د دولت د مخالفو طالبانو تر ولكې لاندې دي.

كه د چاردرې او مزارشريف تر مينځ دغه لويه لار قيرشي د سيمې پر اقتصاد به هم مثبت اغيز ولري.

د كندوز چاردرې ترمينځ د غزيدلي سرك د قير كولو چارې يو افغانى شركت پر مخ وړي، ددغه شركت معاون سيد بكتاش وايي چې د كندوز چاردرې ترمينځ سرك په نړيوالو نورمونو برابر جوړيږي هغه وايي : "دغه سرك په نړيوالو نورمونو برابر جوړيږي چې له پياده روونو سره به ديارلس متره پلنوالى لري".

انجينر بكتاش وايي چې دوي تر اوسه پورې د سرك جوړولو په كارونو كې له امنيتي ستونزو سره نه دي مخ شوي.

انجينر بكتاش دا هم وويل چې دوي د اوس لپاره د چاردرې تر ولسوالۍ پورې ددغه سرك د قيركولو كارونه پر مخ وړي او له هغې وروسته به له چاردرې څخه تر خلم پورې ددغه سرك د قير كولو كارونه پيل شي:"وس خو تر ولسوالۍ پورې دغه سرك قير كيږي خو په اينده كې به دغه سرك د مزارشريف تر خلم پورې دغه سرك قير شي".

د چاردرې او كندوز د ښار تر مينځ د غزيدلي سرك دواړو خواو ته د كانال د جوړيدو لپاره د تيږو ديوالونه اوچتوي يو زيات شمير كاريګر پر كارونو بوخت دي څوك لوي لوى سپينې تيږې ماتوي او څوك سيمټ جوړوي.

څو تنه كاريګر چې ددغه سرك د جوړولو پركار بوخت دي ددغه سرك د جوړولوپه اړه داسې وايي: "كه مونږ ته مزدوري هم ونه شي او خپل سرك خپله جوړ كړو او ښه يې جوړ كړو او بل څوك په كې مخالفت ونه كړي زمونږ لپاره بس ده، خير محمد وايي چې هغه روزانه كار كوي او له دغې لارې ښه عايد لري".

خو ځينې نور خلك چې د چاردرې او كندوز دښار ترمينځ په دغه سرك موټرواني كوي وايي چې دا ددوي ارمان دى چې دغه سرك به كله قير كيږي، يو تن موټروان وايي: "څلور كاله كيږي ددغه سرك افتتاح شوى ده، له دې ځايه خټي اخلي ها خوا يې اچوي او له هغه ځايه يې اخلي دې بل خوا يې اچوي، كه دغه سرك قير شي مونږ به حكومت نه ډير خوشاله شو، او جنګ چګړې به هم وركې شي، كه سرك قير شي زما د موټر عوارض به هم كم شي او يوه مړۍ ډوډۍ به هم راته پيدا شي".

د كندوز د فوايد عامي ريس هم وايي چې د سيمې خلك به ددغه سرك له قير كولو وروسته په اسانۍ سره خپل زراعتي محصولات بازار ته وړاندې كړي، د چاردرې سرك شپږ نيم كيلو متره سرك دى كاريګر يې ښه كار كوي د بين المللي نورمونو مطابق جوړيږي خو كار يې لږپه كندۍ پر مخ ځي".

د كندوز د ښار په داخل كې څوارلس كيلو متره سر څلور كاله وړاندې د المان هيواد په مالي مرسته قير شوى دى، د چاردرې او كندوز تر مينځ د سرك د قير كولو لګښت هم د المان د انكشافي بانك له خوا وركولو كيږي، له چاردرې پرته د كندوز د قلعه ذال او ارچي ولسواليو ترمينځ غزيدلي سركونه هم د قير كولو په ارمان دي.

XS
SM
MD
LG