د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د ناټو او افغانو قواوو په گزمې د موټربم برید شوی


د افغانستان دحکومت ماموران وايي په کندز کې نن یوه ځان وژونکي د ناټو او افغان قواوو په یوه مشترک کاروان باندی حمله وکړه، او اوه تنه پولیس یې ووژل.

مامورېنو ووېل چې یوه سړي د بمونو نه ډک موټر د امام صاحب په ولسوالۍ کې د ناټو او افغان قواوو له گزمې سره وجنگوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د بم په چاودنه کې شپږ پولیس او پنځه ملکیان زخمي شوي دي. د ناټو یوه پوځي ویاند وویل چې د ناتو څو تنه عسکر هم په دغه حمله کې زخمي شوي دي، خو دا یې ونه ویل چې شمیر یې څومره دی.

په عین وخت کی د اسوشیټیډ پرېس خبری اژانس راپور ورکړ چه طالبانو ددغې حملې مسوولېت په غاړه اخېستلی دی.

بل پلو، نن ناتو اعلان وکړ چې یې یو پوځی هلیکوپتر د کندهار د ولایت په ارمره نومې کلي کې په ډیر مشکل سره په زمکه کښیناسته او اور یې واخیسته خو لس تنه سپرلۍ یې روغې رمټې دي.

دهلیکوپتر د کښیناستلو ځای ته د ناټو عسکرو او افغان پولیسو ځانونه ورسول.

XS
SM
MD
LG