د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د کندز د چاردرې بمبار کې طالبان وژل شوي


ناتو وايي د کندز د چاردرې په ولسوالۍ کې د افغانستان او نړیوالو قواوو په هوايي بمبارد کې یو شمیر طالبان وژل شوي دي.

ناټو وايي دغه کسان د خلکو د اوسیدلو له ځایونو نه لرې په یوې کروندې کې د غونډې لپاره راټول شوي وو.

د افغانستان د امنیتي قواوو د یوه افسر په وینا په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو بهرنی مشهور قومندان هم شامل دی چې طالبانو ته یې وسلې برابرولې.

چارواکي وايي چې د طالبانو وژل شوي قوماندان د طالبانو د پاکستاني ملگرو د شبکې له مشر سره لوژستيکي مرستې او عملیات تنظیمول او مخکې له دې د گورتپې د سیمې مسئول بلل کیده.

ناتو وايي چې دوه وسله وال چې په دې عملیاتو کې ټپیان شوي وو د یوه کس په واسطه چې د طالب گمان ورباندې کیږي د سیمې روغتون ته بیول شوي دي. اوس درې واړه د افغانستان د امنیتي ادارې تر څارنې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG