د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز: د پولیسو پر پوسته برید کې ماشومان وژل شوي


کندوز: د پولیسو پر پوسته برید کې ماشومان وژل شوي
کندوز: د پولیسو پر پوسته برید کې ماشومان وژل شوي

تیره شپه د کندوز د چاردرې ولسوالۍ د ایخانم په سیمه کې د محلي او ملي پولیسو پر یوه پوسته د دولت مخالفو وسله والو برید کړی چې په نتیجه کې یې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دی. په پیښه کې یو پولیس هم ټپي شوی دی.

د چاردرې ولسوال عبدالمومین عمر خیل وایې چې د ملي او محلی پولیسو پر پوسته په برید کې د دولت مخالفو وسله والو د لویو توپونو ډزې کولې چې په نتیجه کې یو توغندې په کلي کې په یوه کور کې ولګید.

هغه وایي چې په دغه برید کې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي:

"بیګاه شپه د ایخانم په سیمه کې د محلي اوملي پولیسو پر پوسته د مخالفینو له خوا برید شوی و چې د پوستې مشر زخمي شوی او په دغه بریدکې د مخالفینو په ډزو درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي"

د چاردرې ولسوال عبدالمومین زیاتوي:

"د ۸۲ ملي متري توپ ډزې شوي ملي او محلي پولیس لوي توپونه نه لري نو ځکه ګومان کیدای شي چې لوی توپونه د مخالفینو له خوا ویشتل شوي"

په کندوز کې د روان لمریز کال له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د دولت مخالفین د پولیسو پر پوسته برید کوي.

د تیرکال په اخرو ورځو کې کله چې هوا یخه شوه او د دولت مخالفین له سیمې ووتل ځای ځای په کلیو کې د محلي پولیسو پوستې جوړې شوې.

اوس مهال د چاردرې په ولسوالۍ کې تقریبا درې سوه تنه محلي پولیس ځای پر ځای شوي او د امنیت د ساتلو دنده پر غاړه لري.

دغه پولیس د سیمې خلک دي چې د دولت په ملاتړ یې وسله اخیستې ده.

یو شمیر محلي پولیس بیا هغه کسان دی چې په تیرو څو کلونو کې یې د دولت د مخالفو وسله والو په صف کې د دولت پر خلاف جګړې کولې، خو کله چې له نورو سیمو راغلي د دولت مخالفین له کندوز نه ووتل د سیمې وسله وال له دولت سره یو ځای شول او د محلي پولیسو تر نامه لاندې یې د دولت ملاتړ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG