د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د ځوانانو ورځ ولمانځل شوه


Dom in Damascus garden, date unknown.
Dom in Damascus garden, date unknown.

په کندوز کې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په لسګونو تنه ځوانو نجونو او هلکانو په یو لوی تالار کې ګډون درلود او په شریکه یې د هیواد په اړه ترانې ویلې.

په دغه غونډه کې چې قومي مشرانو او دولتي چارواکو په کې ګډون درلوده په دې ټینګار وشو چې باید هغه ځوانان چې تعلیم ته یې مخه ده د هغو ځوانانو د باسواده کولو او له جګړو څخه د هغوي د راګرځولو هڅه وکړي چې د دولت په مخالفت یې وسله اخیستې، په کندوز کې د سولې د عالی شورا نماینده اسدالله عمرخیل وویل چې دغه ځوانان چې په مدني ټولنو کې منسجم دي باید د مخالفینو په صف کې له هغو ځوانانو سره اړیکې ونیسي چې وسله یې په اووږه ده او هغوي وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي:

"ځوانان دي چې په یو ملک کې امنیت تامینوي، ځوانان کولای شي چې په خپل ځوان فکر سره په حوصله او نوي فکر سره هغه ناراضه قشر ته قناعت ورکړي او د یو ملک او اسلام لپاره یې د خدمت جوګه کړي، نن چې د ځوانانو نیکبخته ورځ لمانځل کیږي دغه ځوانان چې په مخالفت کې دي هغوي هم ددغې ورځې د لمانځنې حق لري، لومړی باید دغه ځوانان په خپلو کې یو شي او خپل حقوق او خپل ناراضه وروڼو چې په مظلومیت کې شپې سبا کوي د هغوي د حقوقو غوښتنه وکړئ، زمونږ او ستاسو وروڼه یو شمیر مغرضو خلکو غولولي دي او تر مینځ خو فاصلې زیاتې شوي دي"

اسدالله عمرخیل وویل چې د ځینو ستونزو له امله دوي نه شي کولاې چې خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي او ځوانان باید د دغو ستونزو حل ته مټې ونغاړي:

"هر ورور سره او له هرې خور سره دا ارمان شته چې خپل خواخوږې چې په مخالفت کې شپې سبا کوي هغه باید په دې ملک کې وي او حقوق ولري او د یو ازاد انسان په حیث خپل حقوق تر لاسه کړي، مګر متاسفانه د سیمې استعمار جهاني استعمار، او داخلي استعمار شرایط داسې تنګ کړي دي چې خپلې ستونزې حلو کړو"

د ځوانانو په دغه غونډه کې یو شمیر ځوانانو هم د ټولنې په ستونزو خبرې وکړې او له چارواکو یې وغوښتل چې له دوي سره د ټولنې په پرمختګ کې لاس یو کړي.

په کندوز کې د ښځو چارو ریسې نادره ګیاه د ځوانانو د ګڼو ستونزو تر څنګ د هغو ځوانانو د ودونو د ستونزو یادونه هم وکړه چې له کوزدې وروسته د زیاتو پیسو د ایښودلو له امله یې ودونه ځنډیږي، هغې وویل چې د کندوز د ځوانانو امریت چې په دولتي چوکاټ کې فعالیت کوي له دوي سره لاس یو کړي چې ګڼ شمیر ځوانانو ته د ولور د پیسو د نه درلودو په صورت کې له کوره تښتي ډلییز ودونه وکړي او د ځوانانو دغه اجتماعي ستونزه حل کړي:

"د سوداګرو او سرمایه دارو په مرسته د هغو ځوانانو هلکانو او نجونو له کورنیو سره خبرې وکړو چې هغوي غواړي ودونه وکړي، او د سرمایه دارو په مرسته باید د ځوانانو ډلییز ودونه وکړي، ځکه دغه ځوانان چې د ودونو زیات لګښت نه شي پوره کولې له کور څخه تښتي او که محکمې ته لاړ شي بیا هم ستونزه راولاړیږي نو د ځوانانو امریت باید دغه هڅه وکړي، او د زیاتو مصرفونو له وجې ځوانان تر ډیرو کلونو بې واده پاتي کیږي"

د ښځو چارو ریسې له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې دا به ورسره په دغو چارو کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG