د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز چارواکي د مخالفینو پر ضد د عملیاتو غوښتنه کوي


د کندوز چارواکي په دغه ولایت کې د مخالفینو پر وړاندې د پراخو عملیاتو د پیل کولو غوښتنه کوي.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وایي " که په ژمي کې د مخالفینو پر ضد عملیات وشي، ښایي چې دغه ولایت به یو ځل بیا ناامنه شي. "

دانشي وایي چې دولتي مسولین باید په سږني ژمي کې د شمال او په ځانګړي ډول د شمال ختیځو ولایتونو د سقوط د مخنیوي لپاره عملیات پيل کړي

" باید په سږني ژمي کې د شمال د سقوط او په ځانګړي ډول د شمال ختیځو ولایتونو د ساتنې لپاره د مسولیت احساس وکړي، د دولت مخالفین کوښښ کوي چې شمالي ولایتونه ناامنه وي او د کندوز په سقوط سره نزدې و چې بدخشان او تخار هم سقوط وکړي."

حمدالله دانشي وایي چې عام خلک هم باید د خپل دولت تر شا ودریږي او په شمال ختیځو ولایتونو کې د یو لوی ناورین مخه ونسي.

که څه هم د کندوز سرپرست والي اندیښمن دی چې کندوز به یو ځل بیا ناامنه شي خو عام خلک بیا وایي چې دوي د پخوا په نسبت پر خپلو امنیتي ځواکونو ډاډمن شوي دي، او اوس په کندوز کې د ناامنیو د بیا رامنځ کیدو په اړه هیڅ اندیښنه نه لري.

د کندوز یو تن اوسیدونکی عبدالستار د کندوز د حالاتو په اړه خپل نظر داسې څرګندوي "که چیرته حالات همداسې دوام وکړي او امنیتي ځواکونه خپله هماهنګي وساتي او په شاو خوا کې د وړو جګړو مخه ونیسي نو فکر نه کیږي چې کندوز به بیا پخواني حالت ته واوړي."

هغه زیاته کړه چې چارواکي ددې پرځای چې د خلکو روحیات کمزوري کړي باید خلکو ته ډاډ ورکړي او هغوي په کندوز کې ژوند کولو ته مطمین کړي.

په کندوز کې د نویو نظامي ادارو فرقې او د پولیسو د زون له جوړیدو وروسته د دولت پر مخالفو وسله والو د شپې له خوا عملیات پيل شوي دي، امنیتي چارواکي وايي چې دوي د مخالفینو د ځپلو په خاطر هر ډول تیاری لري.

یو شمیر عام خلک هم په کندوز کې د پراخو عملیاتو د پيل غوښتنه کوي، دوي وایې چې په دغو عملیاتو کې باید د مخالفینو په لاس لویدلي هغه نظامي وسایط له منځه یوړل شي چې له افغان ځواکونو څخه یې د کندوز د سقوط پر وخت نیولي دي.

ذبیح الله د کندوز یو تن اوسیدونکی له دولت څخه د مخالفینو پر وړاندې د پراخو عملیاتو د پیل غوښتنه کوي " تر اوسه د دولت له خوا د مخالفینو د له منځه وړلو په خاطر تعرضي پراخ عملیات نه دي پیل شوي، مخالفین د ښار په شاو خوا کې نظامي اډې لرې او باید له منځه یوړل شي."

هغه وخت چې کندوز ته جمهور ریس سفر درلوده، د دغه ولایت سپین ږیرو ترې غوښتنه وکړه چې د مخالفو وسله والو په لاس کې لویدلي زغروال وسایط باید یا له منځه یوړل شي او یا یې هم ترې بیرته ونیسي.

په کندوز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیر عزیز کاموال وايي چې مخالفو وسله والو د کندوز د سقوط پر وخت له پنځوسو زیات زغروال وسایط له ځانه سره وړي دي، هغه وایې چې دوي به دغه وسایط د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG