د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي او جنوبي کوریاګانو ترمنځ نښتې شوي


شمالي کوریا د جنوبي کوریا مربوط اوبو باندي د توپ ډزې کړي دي او دا کار یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو پرضد د عکس العمل ښودلو په موخه کړی دی.

په ځواب کي یې جنوبي کوریا سمدستي د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا پر اوبو باندي د توپ ډزې وکړې. چارواکي وايي چي د هیڅ لوري برید څوک نه دي خوږ کړي نه په برید کي ځمکه په نښه شوې ده. د جنوبي کوریا چارواکي وايي چي د ابو تر څنګ یې ځیني اوسیندونکي د احتیاط له مخې خوندي سیمو ته انتقال کړي دي.


په عین حال کي امریکايي سترجنرال پال کینیدي وايي چې مشترک تمرینات چي د سیول په ۳۶۰ کیلومیټرۍ کي ترسره کېږي، سیاسي اهداف نه لري.

هغه داسي وايي ،،دغه تمرینات د سیاسي موخو دپاره نه دي ترتیب سوي نه په دې خاطر ترتیب سوي دي چي کوم پیغام واستول سي. مونږ دا کار یواځي په دې خاطر کوو چي د خپلو ملګرو هېوادونو سره په ګډه کار وکړو.،،


شمالي کوریا په دې ورستیو اونیوو کي خپل اخطاري لهجه تنده کړې ده او یو شمیر بالیستکي او راکټي آزموینه یې د کوریا د ټاپو په ختیځ ساحل کي ترسره کړي دي. پیونګ یانګ د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چي د یوه نوي اټمي وسلې آزموینه به وکړي. دغه هېواد وروسته له هغه نه دغه خبرداری ورکړ چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا ورورستۍ بالیستيکي آزموینې وغندلې.


په سنګاپور کي میشت د جنوب ختیځې آسیا د مطالعاتو د مرکز کارپوه مالکوم کوک امریکا غږ ته ویلي دي چي د شمالي کوریا وروستۍ ادعا د دې معنی ورکولای سي چي دغه هېواد اټمي سرګلوله جوړه کړې ده.
XS
SM
MD
LG