د لاس رسي وړ اتصالات

محرم کې د افغان مهاجرو پیښور ته په تگ بندیز ولگیده


د خیبر پښتونخوا حکومت د محرم الحرام په ورځو کې پیښور ښار ته د افغانستان د مهاجرو په داخلې بندیز لگولی دی او علت یې د ښار د امنیت ښودلی

د پیښور د ښار د کمیشنر مرستیال پرون د چارشنبې په ورځ اعلان کړی چې د عاشورې د ورځې پورې دې افغان مهاجر د پیښور ښار ته نه ننوځي.

مرستیال کمیشنر ساجد خان ویلي چې د ښار د امنیت لپاره یې دغه اقدامات کړیدي. هغه وویل چې د پیښور هغې سیمو ته چې د شیعه گانو جوماتونه پکې دی، د محرم په ورځو کې د پیښور اوسیدونکی هم د تگ اجازه نه لري نو ځکه دا کومه نوي خبره نده.

د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې پنځه سیمې حساسې بللې دي چې پکې د پیښور نه علاوه کوهاټ، هنگو، ډیره اسماعیل خان او ټانک شامل دي. دا ټولې هغه سیمې دي چې شیعه گان پکې زیات دي او د محرم الحرام د پیل سره په مختلفو مجلسونو او مذهبي غونډو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG