د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو څرخي الوتکه په کونړ کې رالوېدلې


د آرشیف عکس
د آرشیف عکس

د ناټو ځواکونو يوه څرخي الوتکه تیره شپه د کونړ ولايت د ماڼوګۍ په ولسوالۍ کې رالوېدلې. دغو ځواکونو د الوتکې لوېدل منلي او ويلي يې دي چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې خو د حکومت وسله وال مخالفين بيا دعوه کوي چې دغه الوتکه د دوی په ډزو راغورځول شوې ده.

د ماڼوګۍ ولسوال حاجي نورالله هم دا تاييدوي چې دغه څرخي الوتکه د وسله والو مخالفینو په ډزو رانسکوره شوې ده. دى وايي وسله والو مخالفينو تېره شپه دغه څرخي الوتکه چې په سيمه کې يې اکمالات کول د وسله والو مخالفينو تر بريد لاندې راغله.

د ولسوال په وينا په الوتکه کې سپرو کسانوته کوم زيان نه دى اوښتى خو د ناټو ځواکونو په بريد کې دوه تنه بريد کوونکي وژل شوي دي چې ټوټه شوي وو او درنه وسله ترې هم پاتې وه.

ددغې پېښې يوعيني شاهد وايي الوتکه د راکوزېدو په حال کې وه چې په راکټ ولګېده او اور يې واخیست.

وسله وال مخالفين دعوه کوي چې په الوتکه کې سپاره کسان يې وژلي دي. دوی په دې پېښه کې د خپلو هغو دوو تنو بريدکوونکيو وژنه هم منلې چې پر دغې الوتکې يې بريد کړى و او د بهرنيو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

خو نړیوالو ځواکونو بيا د يوې خبرپاڼې له لارې ويلي چې د دوی يوه الوتکه په ياد ولايت کې د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې ده.

خبرپاڼې دا هم ليکلي چې په دې الوتکه کې چا ته د سر زيان نه دى رسېدلى او ددې الوتکې عمله د بلې الوتکې په وسيله له سيمې لېږدول شوې ده.

تردغې پېښې وړاندې هم په ننګرهار کې څو ځلې د بهرنيو ځواکونو الوتکې رالوېدلې دي چې هغه مهال هم بهرنيو ځواکونو د الوتکو د رالوېدوعامل تخنيکي ستونزې يادولې خو وسله والو مخالفينو يې د ويشتودعوې کولې.

په دې وروستیو کې په سيمه کې جګړې دومره تودې او وسله وال مخالفين پر عصري وسلو سمبال ښکاري چې پرې د الوتکو د رالوېدو دعوې هم کوي.

XS
SM
MD
LG