د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د معتادو کسانو شمیر زیات شوی دی


د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د معتادو کسانو شمیر زیات شوی دی
د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د معتادو کسانو شمیر زیات شوی دی

د کندوز ولایت قلعه ذال ولسوالۍ کې په مخدره توکو داخته کسانو د شمیر زیاتیدل د اندیښنی وړ دي. په کندوز کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې ریس قاضي عبدالبصیرمرشد وایي چې د تیرو وختونو په پرتله په قلعه ذال ولسوالۍ کې په مخدره توکو د روږدو کسانو په شمیر کې د اندیښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی مرشد زیاتوي چې که چیرې افغان دولت او مرستندویه ټولنې دغه موضوع ته جدی پاملرنه ونه کړي نو ښایي په راتلوونکې کې په دغه ولسوالۍ کې یو انسانی ناورین رامنځ ته شی:

« مونږ د قلعه ذال ولسوال اود دغې ولسوالۍ د سیمه ییزو شوراګانو د رئیسانو په ګډون یوه جلسه درلوده، هغوي په دغه جلسه کې وویل چی په قلعه ذال ولسوالۍ کې په مخدره توکو داخته کسانو شمیر اولس زره ۱۷۰۰۰ تنوته رسیدلی.»

نوموړی زیاتوي چې په دغه ولسوالۍ کې په داسې حال کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی چی په کندز ولایت کې په مخدره توکو د اخته کسانو د درملنی لپاره یوازې لس بستریز کلینیک فعال دی چې په هیڅ ډول بسنه نه کوی:

« په کندز ولایت کې په مخدره توکو د اخته کسانو د درملنې لپاره د کلنیکونو کمبودي دوي ځوروي په کندز ولایت د روږدو کسانو د درملنې کلینیک لس بستره لري خو هره ورځ لږ تر لږه څه د پا سه ۲۰ تنه دغه کلینیک ته مراجعه کوي چې ددغه شمیر معتادینو لپاره دغه کلنینک بسنه نه کوي.»

د کندز ولایت اوسیدونکي هم په دی ولایت کې په مخدره توکو د اخته کسانو د شمیر د زیاتیدو ستونزې ته اشاره کوي او وایې چې په دې برخه کې باید اړوندې ادارې په ریښتنی توګه مبارزه وکړي. هغوي وایې چې د کوکنارو له کښت نه پرته په بازار کې د هیروینو پلورل کیدل هغه ستونزه ده د ځوانانو په منځ کې د اعتیاد د زیاتیدو لامل کیږي.

هغه معتادین چې په مخدره موادو هیروینو، اپینو او چرسو اخته دي وایې چې دوي د کندوز د ښار په هر برخه کې په اسانۍ سره مخدره مواد تر لاسه کولې شي.

د قلعه ذال ولسوالۍ د ښځو چارو د دفتر یوه کارکوونکې زرمینه وایې چې په قلعه ذال ولسوالۍ کې دوي د هغو ښځو دقیق ارقام نه لري چې په اپینو معتادې دي خو کیدای شي شمیر یې له زرو تنو زیات وي:

(( زمونږ معتادين زیات دي که د هغوي لپاره څه کومک کیږي نو باید وشي، د قلعه ذال او اقتیپې په سیمو کې کیدای شي د هغو ښځو شمیر له زرو تنو نه زیات وي چې په مخدره موادو او اپینو اخته دي.))

زرمینه زیاتوي چې زیات شمیر ښځې اپین خوري او خپلو اولادونو ته هم اپین ورکوي چې له ماشومتوبه روږدي رالویږي:

(( ځینې ښځې اپین لوګې کوي او خوري یې هم تر دې چې شیدې خوړونکو ماشومانو ته په خوله کې اپین ورکوي چې هغه ویده کړي او قالینې واوبي اکثر خلک له ماشومتوبه په اپینو معتاد شوي دي.))

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې په مخدره توکو داخته کسانو شمیر درې سوه ۳۰۰ تنه ښودل شوی و خو ویل کیږي چې دا مهال دغه شمیر۱۷۰۰۰ تنو لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG