د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د کندز لپاره نوی سرپرست والي وټاکه


ویل کیږي چې د کندز پخوانی والي کوم اروپايي هېواد ته تښتېدلی دی.
ویل کیږي چې د کندز پخوانی والي کوم اروپايي هېواد ته تښتېدلی دی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی دانشي لوړې زده کړې لري او په لوړو حکومتي څوکیو کې هم د کار تجربه هم لري.

اعلامیې یوازې همدومره ویلي دي چې حمدالله دانشي د پخواني والي محمد عمر ساپي پر ځای، د کندز سرپرست والی وټاکل شو.

د کندز اوسني حالت ته په کتو چې تقریبآ ټول حکومت تاسیسات او ښار طالبانو نیولي، د ښاغلي دانش لپاره به نوې دنده اسانه نه وي.

ارګ نه دي ویلي چې پخوانی والي چېرته دی او ولې یې نوی سرپرست والي ټاکلی دی.

وړاندې په ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو دعوه کړې وه چې دکندز پخوانی والي محمد عمر ساپی کوم اروپايي هېواد ته تښتېدلی دی، خو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دا خبره رد کړې وه.

د ارګ په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې پخوانی والي محمد عمر ساپی چېرته دی او ولې یې له دندې لېرې کړل شوی دی.
د ارګ په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې پخوانی والي محمد عمر ساپی چېرته دی او ولې یې له دندې لېرې کړل شوی دی.

تراوسه، د پخواني والي کوم څرک نه دی لګېدلی او نه یې هم له کومې رسنۍ سره خبرې کړي دي.

کندز له شاوخوا دوو ورځو راهیسې د طالبانو لاس ته لویدلی دی، افغان چارواکي، پوځ، پولیس او زرګونه کورنۍ له ښار څخه وتلي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني خلکو ته ډاډ ورکړی چې کندز به بېرته له طالبانو نیسي، خو ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې ښايي په جګړې کې ولسي خلک زیانمن شي.

XS
SM
MD
LG