د لاس رسي وړ اتصالات

په خان اباد کې د پولیسو پر موټر انتحاري برید شوی


archive
archive
د خان اباد ولسوالۍ په مرکز کې د پولیسو پر یو رینجر موټر ځانمرګی برید شوی دی چې په کښي یو تن وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايي چې د شنبې سهار لس بجې یو تن ځانمرګي چې په موټرسایکل کې یې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي و خپل موټرسایکل يې د پولیسو له رینجر سره ټکر کړ، چې د چاودنې له امله يې ملکي خلک زیانمن شول.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري وايي چې پولیسو یو تن متضرر د وهلو ټکولو قضيې د تحقیق لپاره د کندوز عدلي طب ته لیږدوه چې پر رینجر يې ځانمرګی شوی. حیات الله امیري وايي چې دغه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي، خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

یوتن ټپي له پیښې څو ساعته وروسته په روغتون کې ساه ورکړې چې د تلفاتو شمیر يې دوو تنو ته رسیدلی دی.

په کندوز کې د تیرو کلونو په پرتله چاودنې کمې شوي دي، خو کله کله یوه نیمه چاودنه د خلکو ویره زیاته کړې.

د کندوز ولایت د اقتاش سیمه، د ارچي بشپړه ولسوالۍ او د چاردرې ځینو سیمو کې پولیس غواړي د مخالفو وسله والو پر خلاف عملیات وکړي.
XS
SM
MD
LG