د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز په ځانمرګه برید کې ۱۵ کسه وژل شوي


مازیګر مهال د یوې قوي چاودنې سره سم د کندوز د عمومي چوک په سر دوړې اسمان ته وختې، په وینو ککړو خلکو اخوا دیخوا منډې وهلې، پولیسو او عاموخلکو د پیښې په ځای کې ټپيان او وژل شوي په موټرو کې روغتون ته وړل، د چاودنې په ځای کې په وینو ککړې پیسې په څادرونو کې تړل شوې سوداګانې، چپلکې، او لونګۍ لیدل کیدې، د پولیسو د تجهیزاتو او یونیفور ټوټې، خولۍ، ډنډې او نور شیان د باروتو په لوګي تورې شاو خوا تیت وپرک پراته وو.

د کندوز د امنیې قوماندان سمیع الله قطره وویل چې په دغه چاودنه کې پنځلس تنه وژل شوي چې اوه تنه پولیس او اته تنه ملکي خلک دي ،، د کندوز د چوک په سر چاودنه وشوه چې په کې اوه تنه پولیس او اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او شل تنه نور ټپیان دي چې د ټپیانو له ډلې دوه تنه ښځې دي، او کیدای شي د وژل شو کسانو شمیر زیات شي ځکه چې یو شمیر کسان سخت ټپیان شوي دي.،،

نن له سهاره راهیسې د کندوز په ښار کې کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي وو، د ښار په هره څلور لارې کې پولیسو موټرې او عام خلک چې شک به پرې کیدای شو تالاشي کول یې.

پولیس په ټولو وسایلو مجهز وو، خوکله چې له دغې سیمې چې د عامو خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي، د پولیسو رینجر د تیریدو په حال کې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.

له سهار راهیسې پولیسو د چوک د سر پر دوکاندارانو دوکانونه بند کړي وو، خو هغه خلک چې په لاسګاډو کې خوراکي شیان او نوره سودا پلوري په پیاده روونو کې ګرځیدل، د چاودنې په ځای کې د هغو خلکو پیسې او سودا چې پلورله یې په وینو ککړې پرتې وې، د چاودنې دوه تنه عیني شاهدان د پیښې په اړه داسې وايي: ،، یو ناڅاپي درز وشو کله چې د پیښې ځای ته لاړو عام خلک او پولیس په وینو کې پراته وو، د پولیسو او عامو خلکو سامانونه او سوداګانې په وینو لړلي پراته وو،،.

تر ناوخته پورې پولیس د کندوز په ټولو څلور لارو کې تالاشۍ ته دوام ورکړ، د کندوز په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه که څه هم د تیرو ورځو په نسبت کمه وه خو دغه چاودنه په داسې ځای کې وشوه چې عام وګړي په کې هم ووژل شول.

راپور: ګل رحیم نیازمن – کندوز
XS
SM
MD
LG