د لاس رسي وړ اتصالات

د امام صیب په ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله اته تنه وژل شوي


د امام صیب په ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله اته تنه وژل شوي
د امام صیب په ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله اته تنه وژل شوي

د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ په بازار کې هغه وخت چاودنه وشوه چې د عامه ساتنې یا محلي پولیسو یو تن قوماندان عبدالمنان له سیمې څخه د تیریدو په حال کې و.

په دغه چاودنه کې اته تنه وژل شوي او اتلس تنه نور عام خلک ټپیان شوي چې په وژل شوو کې درې تنه ماشومان او په ټپیانو کې درې تنه ښځې دي.

په چاودنه کې زیاتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، دغه چاودیدونکي مواد په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې د ریموټ کنټرول په ذریعه چول شوی دی.

د پیښې په ځای کې د وژل شوو کسانو جامې، او واسکټونه په وینو ککړ پراته وو، شاو خوا د ټپیانو او هغو خلکو چپلکې لیدل کیدې چې په چاودنه کې ورته زیان وراوښتې و.

د چاودنې له امله شاو خوا دوکانونه زیانمن شوي او تازه میوه په چې خلکو په لاس ګاډو کې خرڅوله په ویالو کې پرتې وې.

د امام صیب ولسوال محمد ایوب حقیار وایی چې په دغه چاودنه کې اته تنه وژل شوي چې شپږ تنه یې ملکی خلک او دوه تنه د عامه ساتنې وسله وال دي، او اتلس تنه نور ملکي خلک ټپیان شوي چې درې تنه یې ښځې دي.

هغه وایی چې په وژل شوو کسانو کې قوماندان عبدالمنان او دهغه ساتونکی وژل شوي دی.

د سیمې خلک او د پیښې عیني شاهدان وایي چې دوي په وینو لړلي خلک ماشومان او ښځې لیدلي دي چې په سرک پرتې وې.

"د پیښې په وخت کې دلته نزدې وم کله چې چاودنه وشوه زه وتښتیدم، خو کله چې له چاودنې وروسته راغلم دا حالت مې ولیده مړي مې ولیده ټپیان مې ولیده ټول بې ګناه عام خلک وژل شوي او یو ماشوم چې دلته یې مالګه خرڅوله هغه مړ و."

د اوبو ټانکر سیمې ته راغوښتل شوی و چې د پیښې په ځای کې د وژل شویو او ټپیانو پرتې وینې یې مینځلې، دښاروالې کسانو ټولې هغه تازه میوې چې په وینو لړل شوې وې او هغه مواد چې په سرک پراته وو راټولول.

د پیښې یو بل عیني شاهد وایي " ډیر خلک مړه وو ماشومان او ټپیان بې ګناه خلک پولیس هیڅ نه دي وژل شوي"

دغه چاودنه په داسې حال کې کیږي چې دوه ورځې وړاندې د کندوز د ښار مربوط د ګورتیپې په سیمه کې د دولت د مخالفینو پر وړاندې عملیات پیل شوي دي، ددغه ولایت چارواکي ادعا کوي چې د کندوز د چاردرې ولسوالۍ د سرک بالا سیمه یې د دولت له مخالیفینو پاکه کړې ده، خو اوس د سیمې خلک د دولت د طرفدارو وسله والو یا عامه ساتنې وسله والو څخه شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG