د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې خلك مريضان د تداوۍ لپاره زيارتونو ته وړي


په کندوز کې د امام صاحب زیارت
په کندوز کې د امام صاحب زیارت

په كندوز كې يو شمير خلك ددې پرځاى چې مريضان د تداوۍ لپاره كلينكونو او روغتونونو ته يوسي، په دغه ولايت كې مشهورو او پخوانيو زيارتونو ته يې وړي، او فكر كوي چې زيارت ته د مريض وړل دهغه د مرض علاج دى.

له دې پرته تداوي د تعويذونو په ذريعه هم رواج ده، د كندوز په ښار كې يو شمير كسان داسې هم شته چې له ډاكټرانو څخه پر هغوي ډيره ګڼه ګوڼه وي، زيارتونو او د تعويذ ليكوونكو زيات مراجعين ښځې دي.

ډاكټر كريم الله باجوړى وايي چې دوي له تيرو درې مياشتو راپه ديخوا هغه وخت د پوليو پر ضد د خلكو د پوهاوي كمپاين پيل كړ چې په ګاونډي هيواد تاجكستان كې په لږه موده كې په لسګونو د پوليو پيښې وموندل شوى.

هغه وايي چې تاجكستان او افغانستان نزدې سرحد لري نو په دې خاطر چې د پوليو وايرس افغانستان ته سرايت ونه كړي، په وخت يې مخه ونيول شي د امام صيب په ولسوالۍ كې چې له دغه هيواد سره سرحدي ولسوالي ده د پوليو پر ضد د خلكو د پوهاوي چارې ګړندۍ كړي دي، هغه وايي چې دوي له كلينكونواو صحي مركزونو پرته په هغو لويو زيارتونو كې له منجورانو سره هم ګوري چې خلك ورته د تداوۍ په نيت راځي.

په امام صيب ولسوالۍ كې يو لوى زيارت چې د امام حسين په نامه مشهور دى د لرې كليو او سيمو خلك ورته د زيارت لپاره راځي.

ډاكټر كريم الله باجوړى وايي چې يوشمير افغانان عقيده لري چې زيارت ته تلل د هغوي د مرض علاج دى.

" په افغانستان كې دا يو رواج دى چې كله ماشومانو ته كوم مرض پيدا كيږي خصوصا فلج هغه زيارتونو ته وړي ، او مونږ كوښښ كوو چې د زيارت له منجورانو سره وګورو او هغه صحي كاركوونكو ته خبر وركړي تر څو له دوي څخه د فلج يا فوليو واقعه خطا نه شي، دوي كوښښ كوي چې په لومړيو ورځو كې هغه ماشومان چې فلج ورته پيدا شوى تر څيړنې لاندې ونيسي، ځكه په دغه وخت كې د فلج علاج ښه نتيجه وركوي".

ډا كټر كريم الله باجوړى زیاتوي " يو شمير خلك خپل ماشومان هغه وخت چې يو څه تكليف ورته پيدا كيږي يا مولا او يا زيارت ته وړي نو په دې خاطر چې د فوليو يا فلج كومه واقعه لاسه ورنه كړي، او دغه ويروس نور ماشومانو ته سرايت ونه كړي په دې هدف د امام صيب زيارت ته راغلي يو چې له منجورانو سره دغه خبره شريكه كړو، او په دې ورځو كې ځكه د فوليو يا فلج پر ضد كمپاين جدي نيول شوى ځكه چې په تيرو څو كلنو كې د فلج واقعه په شمال ختيځ زون كې نه ده ليدل شوى.

او په دې وخت كې په ګاونډي هيواد تاجكستان كې د فوليو زيا ت شمير واقعې ليدل شوي، او د امام صيب ولسوالي يو ه سرحدي ولسوالي ده كيداى شي هره ورځ زيات شمير كسان له دغه سرحد څخه واوړي، او په دغه ولسوالۍ كې د ماشومانو د فلج مخه ونيول شي نو په دې خاطريې د يوشمير كلينكونو له مسولينو سره په دې اړه خبرې وكړې او د امام صيب روضې ته هم راغلو هغه ماشومان چې د كورنۍ له خوا زيات ته د تداوې لپاره راوړل كيږي صحي مسولينو ته خبر وركړي".

د امام صيب د روضې مسول ايشان سيدمحمود وايي چې دغه زيارت يو شمير خلك خپل ماشومان او مريضان د تداوۍ او زيارت لپاره راوړي"

د افغانستان خلك زيارتونوته معتقد دي او كه څوك يې مريضان كيږي يا فلج كيږي زيارتونو او موليانو ته مراجعه كوي".

هغه وايي چې مونږ دلته په زيارت كې اوسيږو او هغه ماشومان چې فلج وي دلته يې راوړي كه مونږ يې وګورو له دې وروسته به مونږ صحي مسولينو ته خبر وركووو.

په دغه زيارت كې تقريبا پنځلس تنه منجوران ناست وي او هغه كسان چې زيارت ته خپل ماشومان يا نور مريضان راوړي له دغو منجورانو دم او دعا غواړي.

دا چې څه ډول مريضان او خلك دغه زيارت راځي د امام صيب د زيارت د منجورانو مسول ايشان سيد محمود وايي " زيات هغه ماشومان او مريضان چې فلج وي لاس يا پښه يې كار نه كوي، عصبي تكليف لري يا خفګان لري، او يا هغه كسان چې پيريان لري خلك يې دې زيارت ته راوړي".

څوتنه ښځې چې واړه ماشومان ې د امام صيب زيارت په پردو پورې مښل هغوي له يو بيګانه شخص سره خبرې كول نه غوښتل خو دومره يې ويل چې دوي خپل ماشومان په دې خاطر دغه زيارت ته راوړي دي چې په راتلونكې كې يې الله تعالى له مرضونو او افتونو وساتي.

هغوي له خبرو كولو ډډه كوله او خپل ماشومان يې په چادريو كې وپيچل او له زيارت نه ووتې.

XS
SM
MD
LG