د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې ۲۰۰۰ پروژې عملي شوي


په کندوز کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې ۲۰۰۰ پروژې عملي شوي
په کندوز کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې ۲۰۰۰ پروژې عملي شوي

د کلیو او پراختیا ریاست د ملي پیوستون پروګرام له لارې د کندوز په ټولو ولسوالیو او کلیو کې یو زر نهه سوه اوه څلویښت وړې او نیمه لوې پروژې عملي شوي دي. په دغو پروژو کې د سرکونو جوړول، په سرکونو کاړ اچول، پلچکونه، څاګانې، کلینیکونه، تحکیماتي دیوالونه او نور کارونه شامل دي.

د کلیو او پراختیا ریاست لومړې په کلیو کې شوراګانې جوړوي او له هغې وروسته د کلیوالو له خوا وړاندیز شو پروژو باندې کار پیلوي، د ملي پیوستون په پروګرام کې د پروژو د انتخاب او په هغې باندې د مصرف ټولې چارې کلیوال په خپله خوښه پر مخ وړي.

په کندوز کې د کلیو او پراخیتا ریس عبدالرب حکیمي وایي چې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې د کندوز په ټولو کلیو او سیمو کې پروژې عملي شوي دي ،، د ملي پیوستون پروګرام سل فیصده د کندوز په ټولو کلیو کې عملي شوی یو کلې هم نه دې پاتي چې دغه پروګرام په کې نه وي عملي شوی. په تیرو پنځه شپږو کالو کې د څلورو ولسوالیو شورا ګانو د ملي پیوستون یوه دوره د بیارغونې کارونه ترسره کړي او شپږ سوو شورا ګانو خپلې بودیجې مصرف کړي دي،،

تر اوسه پورې د کندوز په ټولو کلیو او ولسوالیو کې اته سوه څلورشپیته شورا ګانې جوړې کړي چې ددغو شورا ګانو له خوا دوه زره دوه سوه شپږ دیرشو پروژو وړاندیز کړې دی ،، دغو ټولو شوراګانو دوه زره دوه سوه شپږ دیرش پروژې وړاندیز کړې وې چې دغه ټولې پروژې منظور شوي چې له جملې څخه یې یوزر نهه سوه اوه څلویښت پروژې عملي شوي چې یو ملیارد اته سوه اته میلونو نه زیاتې افغانۍ پرې مصرف شوي.،،

د کلیو او پراختیا ریس عبدالرب حکیمي وايي چې په روان کال کې درې سوه دوه پروژو باندې کار روان و چې اوس مهال بشپړې شوي دي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د کلیو او پراختیا ریس په ټول کندوز کې یوازې د ارچي ولسوالۍ یادونه کوي چې ددوي د څښاک د اوبو د رسولو یوه پروژه د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې ده:

،، د اوبورسونې یوه پروژه په ارچي ولسوالۍ کې ددوي سخته پروژه ده چې د تیرو کلونو د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې ده او د بشپړیدو کارونه یې وځنډیدل، چې د امنیتي وضعې په ښه کیدو سره به یې کارونه بشپړ شي ددغې پروژې مالي لګښت څلور میلیونه شپږ سوه څلور افغانۍ دی.،،

د کلیو او پراختیا ریس عبدالرب حکیمي وویل چې دوي له ارچي پرته د کندوز په نورو ټولو سیمو کې د ملي پیوستون کارونو ته ادامه وکړی:

،، مونږ ته امنیت ستونزه نه ده، زمونږ په کارونو کې د دولتي غیر مسولو ادارو له خوا لاسوهنه کیږي، په لرې پرتو سیمو کې زمونږ اته سوه څلور شپیته شوراګانې کارکوي جګړه وه او نا امني وه خو مونږ هیڅ امنیتي ستونزه نه درلوده یوازې په هغو ورځو کې به کارونه بند وو چې مخامخ جګړه به وه.،،

د کلیو او پراختیا ریس په پاې کې دا هم وویل چې د کندوز یوازې دوه ولسوالۍ پاتي دي چې د ملي پیوستون دویمه دروه کارونه په کې پیل شي، خو په نورو ټولو سیمو کې د ملي پیوستون دویمه دوره کارونه هم پای ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG