د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د کردستان د هوایي ډگرونو کنټرول اخلي


د عراق حکومت د کردستان د خپلواکۍ د ریفرنډم په عکس العمل کې فیصله کړیده چې کردستان ته د تگ راتگ ټولې لارې بندي کړي. هم په دې هدف به د دغې سیمې د هوایي ډگرونو کنټرول په خپل واک کې واخلي. حکومتي چارواکي وایي چې په دی برسیره به په سرحد هم امنیت زیات کړي.

د عراق حکومت پخوا هم دا فیصله کړي وه خو نن د وزیرانو په یوې غونډې کې په دې خبره زیات ټینگار وشو چې کردستان ته د تگ راتگ ټولې لارې وتړل شي. کردستان ته تلونکي ټول پروازونه هم لغوه شویدي.

دغه بندیز به تر هغې پورې دوام وکړي چې تر څو د کردستان د سیمې سرحدونه او هوایي ډگر په مکمله توگه د عراق د حکومت په کنټرول کې راشي.

د عراق حکومت کردستان ته د جمعې د ورځې پورې وخت ورکړېدی چې د سیمې کنټرول دې د عراق حکومت ته ورحواله کړي.

د کردستان هوایي ډگرونه ته به نړیوال پرازونه هم د هغې پورې نشې ورتلی تر څو د عراق فیدرالي حکومت ورته اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG