د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان وايي ناټو دي د افغانستان څخه نه وځي


د قرغزستان د پارلمان ریْس اصیل بیک جین بیکوف پرون د پنجشنبې په ورځ پر نړیوالې ټولنې باندي غږ وکړ چې په افغانستان کې دي پاته سي او په دغه هیواد کې دي د مخدره موادو غم وخوړل شي.

نوموړي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته خبري کولې داسي وویل: ،، داسي اندېښنې موجودې دي چې په افغانستان کې د ایتلافي قواوو یو دمي او چټک وتل به ورانکارو او ترهګرو ډلو ته زمینه مساعده کړي چې په سیمه ایزو هیوادونو کې فعالیتونو وکړي. ټولو دخیلو هیوادونو ته په کار ده چې د افغانستان په امنیت او پر پښو درولو کې مرسته وکړي او په دغه هیواد کې اقتصادي او تجارتي فرصتونه برابر کړي.،،



نوموړي په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق په هکله هم خپلې اندېښنې څرګندې کړي او ددغې پدیدې سره یې مبارزه اړینه وګڼله. ،،د افغانستان سوله ایز پرمختګ ګرسره ناممکنه دی ترڅو په دغه هیواد کې د مخدره موادو کاروبار په ټپه ونه دریږي. افغانستان په نړۍ کې د څو کلونو لپاره د مخدره موادو ستر صادرونکی او تولیدونکو هیواد پاته شوی دی. ددغه خطرناکې ستونزې له کبله د مرکزي آسیا هیوادونه د خطر سره مخامخ دي ځکه دغه هیوادونه اروپا او آسیا ته په غځیدلي لارې پراته دي او قاچاق د دوي د هیوادونو نه تیریږي چې په لړ کې یې هم د دوي اتباوې په اعتیاد اخته کېږی او هم د دوي په هیواد کې د قاچاقو ستونزې ډیریږي.،،

ټاکل شوې چې ناټو په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې خپل نظامي ماموریت پای ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG