د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان د اساسي قانون ریفرنډم کوي


په قرغزستان کې د اساسي قانون په تعدیلاتو رفرنډم په داسې حال کې جریان لري چې ویره ده د ملک په جنوب کې د قرغز او ازبکو تر منځ یو ځل بیا جگړه ونښلي.

د انتخاباتو کمسیون وايي د ملک ٥٥ په سلو کې رایه ورکونکي د یکشنبې په ریفرنډم کې تراوسه پورې برخه اخیستې ده. پولیس د انتخاباتو په مراکزو کې گزمه کوي.

د قرغزستان موقتې جمهورې رئیسې روزا او تن با ییوا چې د اپریل د اومې نېټې د قیام په ترڅ کې په قدرت ورسیدله ، نه غواړي دغه رفرنډم وځنډوي. په دې قیام کې جمهوررئیس کرمان بیک باقییف لرې شو او ٨٢ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملک په پایتخت بیشکیک او په جنوبي ښارونو اوش او جلال اباد کې چیرته چې د تشدد په پیښو کې ٢٧٥ کسان ووژل شول سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. ځنې مامورین اټکل کوي چې د تشدد په پېښو کې ددوه زرو په شاوخوا کې کسان وژل شويد ي. په دې دوو ښارونو کې یو شمیر خلک همدا اوس د لرې شوي جمهوررئیس چې اوس په سپینه روسیه کې اوسیږي، حمایت کوي.

میرمن اوتن باییوا د اوش په دولتي پوهنتون کې خپله رایه واچوله.

په دغه رفرنډوم کې چې دامریکا د متحده ایالاتو او روسیې لخوا حمایت کیږي، د اقتدار یوه برخه د جمهوررئیس نه اخیستل کیږي او پارلمان ته چې په دموکراتیکه توگه انتخاب شوی دی، سپارل کیږي.

په نیویارک کې د بشري حقوقو د څارنې ډله وايي چې د حکومت دغه پریکړه چې حتماً ریفرنډم کوي ممکن د قرغزو او ازبکو ترمنځ یو ځل بیا شخړه رامنځ ته کړي.

دغه ډله دا غوښتنه لري چې د تیر تشدد په هکله بین المللي تحقیقات سرته ورسیږي کوم چې ویل کیږي د کومې ډلې لخوا تنظیم شوی ؤ. ځنې څارونکي وايي چې د قرغزستان موقتي حکومت به شاید ونه غواړي چې په دې برخه کې بیدخله څیړنه وشي.

XS
SM
MD
LG