د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: د قرغزستان ستونزې ته عاجل حل نشته


د سره صلیب بین المللی کمیټه وايي، دقرغزستان دستونزی ژر حل نه وینی او دلومړی اضطراری مرستی لپاره دلسو میلونو ډالرو غوښتنه کوی. په دغو پیسو به دهغو خلکو سره مرسته وشی چې دغه اوسنی تاوتریخوالی ورباندی اغیزه کړیده.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، هیات یې وکړای شول چې دوضع جاج واخلی او دقرغزستان په جنوب کې داوش په ښارکې روغتونونوته ئې مواد ورسول.

دغه کمیټه وايي، دقرغزانو اوازبکانوترمنځ نښتی چې پنځه ورځی پخوا پیل شوی، دجلال اباد ښارته هم خپری شویدی.

دروسېې او مرکزی آسیا لپاره دسره صلیب دعملیاتو مشره (پاسکیل میگی واگنر) وايي، په جلال اباد کې حالات د اوش له ښارنه ډیر خراب دی.دا وايي، ددغې کمیټې کارکونکو ونشو کړای چې ښار ته ننوځی ځکه ډزی کیدی او کورونو ته اورونه اچول کیدل. واگنر وايي:

موږ ددغې ستونزی له حل نه ډیر وړاندی یو. موږ پدی نه پوهیږو چې بله دستونزی نه ډکه سیمه به چیری وی. مگر حتئ په اوش کې هم وضع ارامه نده، خلک تراوسه ویریږی چې حرکت وکړی. موږ پدی پوهیږو چې زخمیان په کورونو کې دی او له ویری نه روغتیائې مرکزونو ته نشی تلی. موږ پدی هم پوهیږو چې دروغتیا کارکونکی محفوظ ندی، په امبولانسونو کې گرځیدل هم محفوظ ندی چې ناروغان روغتونونوته ورسوی.

دسره صلیب بین المللی کمیټی رپوټ ورکړیدی چې تقریبآ اتیا زره کسان ازبکستان ته تښتیدلی دی. داسی رپوټونه هم رسیدلی دی چې دقرغزستان خوا ته په سرحد کې یوسلو پنځوس زره تنه جمع شویدی چې غواړی ازبکستان ته واوړی.

میرمن وانگر داخبره هم کوی چې په مهاجروکې یوشمیرکسان زخمیان دی . دا وايي، دهغو خلکو په باره کې چې هدف گرځیدلی دی، داسی رپوټونه رسیدلی دی چې داندیښنی وړدی. داسی ښکاری چې په قرغزستان کې دخلکو دځورولو اووژلو اراده شته .

میرمن واگنر وايي، دوژل شویو کسانو په باره کې ارقام فرق کوی. میرمن واگنر خپلی خبری ته دوام ورکوی اووايي:

موږ تقریبآ دسلو کسانودوژل کیدلو په باره کې خبری کوو چې مقاماتو وکړای شول چې پیدائې کړی . موږ پخپله مړی ولیدل چې د اوش په ښارکې خاوروته وسپارل شول، په قعطی توگه نه هغه ځای پکې شامل دی چې بی هویته مړی پکی ایښودل شویدی. دهغو مړو تصورنشی کیدای چې تراوسه پوری په لارو کوڅو کې یا په شخصی کورونو یا په په هغو کورونوکې چې اورونه ورته اچول شویدی، سوی دی نو دغه شیمربه په پرله پسی توگه زیاتیږی.

میرمن واگنر وايي، دسره صلیب بین المللی کمیټه به نن دسه شنبی په ورځ داوش ښار ته خواړه او نوری مرستی په الوتکو کې ورسوی . دا وايي، منظم پروازونه به دچهارشنبی په ورځ دغه ښار ته پیل شی.

XS
SM
MD
LG