د لاس رسي وړ اتصالات

م.م: قرغزستان دپاره ۷۱ میلونه ډالر پکار دي


م.م: قرغزستان دپاره ۷۱ میلونه ډالر پکار دي
م.م: قرغزستان دپاره ۷۱ میلونه ډالر پکار دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وایي چې د قرغزستان سره د عاجلو مرستو لپاره 71 میلونه ډالرو ته اړتیا لري ځکه چې د دغه هیواد په جنوبي برخو کې د قومي شخړو له وجې په زرګونه تنه خلک بې ځایه شويدي او په زرګونه تنه نور یې هم د هیواد نه تښتیدلي دي.

په عین حال کې د قرغزستان د موقتي حکومت مشرې میرمن روضا اوتن بایه سیمې ته د سفر په وخت کې وویل چې وضع اوس هلته په بشپړه توګه تر کنترول لاندې ده خو ویلي دي چې د پیښې د عاملینو د پیدا کولو لپاره دې پلټنې وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وایي چې د قرغزستان په ځینو سیمو کې اوس هم خلک د خوراکي موادو ، د څښاک د اوبو، بریښنا او روغتیایي موادو د کموالي سره لاس او ګریوان دي.

بانکي مون وایي چې د قومي شخړو له وجې درې سوه زره خلک بې ځایه شویدي او د سل زرو نه زیات خلک بیا ګاونډي هیواد ازبکستان ته کډه شویدي. هغه وایي چې په زرګونه تنه نور خلک د پولې په شاوخوا کې ورځې او شپې تیروي او دیته انتظار باسي چې څه وخت به د پولې نه ورواوړي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو یوې ادارې ویلي دي چې د همدې اونۍ په ترڅ کې به دوه الوتکې چې اتیا ټنه خوراکي مواد پکې بار دي د اوش جنوبي ښار ته ورسیږي.

د قرغزستان د موقتي حکومت جمهور رییسې میرمن روضا اوتن بایه د جمعې په ورځ سیمې ته پخپل لومړني سفر کې وویل چې ښایي په شخړو کې به تر 2 زرو کسانو پورې وژل شوي وي خو د مړو رسمي شمیر تر اوسه پورې یوازې 2 سوه تنه ښودل شویدی.

میرمن اوتن بایه ژمنه وکړه چې سیمه به د سره ورغوي او وایي چې اوس هلته وضع آرامه ده.

" د موقتي حکومت مشره وایي چې د اوس لپاره د قرغزستان حکومتي قواوو حملې او تاوتریخوالی بند کړیدی او د نورو شخړو د پیدا کیدو مخه به هم ونیسي. هغه همدرنګه وایي چې حکومت د دې توان لري چې د راتلونکو تاورتریخوالو مخه ونیسي. میرمن اوتن بایه وایي چې د اوش او جلال آباد په جنوبي برخو کې اوس وضع ډیره آرامه شویده. "

میرمن روضا اوتن بایه همدرنګه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال رابرټ بلیک سره هم کتلي دي چې د جمعې په ورځ د ازبکستان په خاورې کې د مهاجرینو د یوه کمپ د لیدلو لپاره تللی ؤ.

ښاغلی بلیک د مهاجرینو وضع بشري ناورین ښودلې دی. او د شخړو د عاملینو د پیدا کولو لپاره یې د تحقیقاتو غوښتنه کړیده. هغه همدارنګه د موقتي حکومت نه غوښتلي دي چې دهغو کسانو سره دې حساب او کتاب وکړي چې دغو شخړو ته یې لمن وهلې وه.

" زما په فکر د حکومت لپاره په اوس وخت کې تر ټولو مهمه دا ده چې لومړی دغه تاوتریخوالی ودروي، او وروسته یې د عواملو د پیدا کولو لپاره تحقیقات وکړي. زه فکر کوم چې پدغو کسانو باندې ناببره حمله شویده او بله دا چې دغو کسانو ماته وویل چې هغوي پدې تاتریخوالي کې هیڅ کوم لاس نلري. دا تاوتریخوالی د پخواني جمهور رییس قربان بیک باقیوف د طرفدارانو لخوا او همدارنګه د مخدره موادو د یوې مافیایي ډلې لخوا پیل شویدی خو بیا هم لکه چې ما وړاندې وویل اوس مهمه دا ده چې د ازبکو په میشت ځایونو کې د امنیت او خوندیتوب لپاره هلې ځلې وشي تر څو هغوي ته د بشري مرستو لیږدول پیل شي."

د قرغزستان د موقتی حکومت چارواکو ددغو بلواګانو پړه په پخواني جمهور رییس قربان بیګ باقیوف او د هغه په طرفدارانو باندې اچولې ده خو هغه دغه تورونه رد کړیدي او ویلي یې دي چې پدې کار کې هیڅ لاس نلري.

ښاغلی باقیوف د یوه پاڅون له مخې د روان میلادي کال د اپریل په میاشتې کې له واک نه وغورځول شو او په بیلاروس کې پناه واخیسته. پدغه پاڅون کې 85 تنه ووژل شول.

ملګرو ملتونو هم ویلي دي چې په قرغزستان کې دغه بلواګانې د یوه پلان له مخې په لاره اچول شوې وې خو پړه په کوم ځانګړي کس باندې نده اچولې.

د بشري حقونو د څارنې ډلې او همدارنګه د نړیوال ناورین په نامه یوې ادارې ویلي دي چې د اوش او جلال آباد په ښارونو کې د بلواګانو په وخت خلک وژل شویدي، په ځینو باندې جنسي تیري شوی، وهل او ډبول شويدي او همدرانګه کورونه یې سوځیدلي او لوټ شویدي.

دغو ډلو ته ویلي دي ځیني داسې رپوټونه هم شته دي چې ښیي د قرغز نظامیانو هم په بلواګانو کې فعاله ونډه لرله.

په قرغزستان کې بلواګانې هغه وخت پیل شوې کله چې وسله والو کسانو لومړی د اوش او وروسته بیا د جلال آباد په جنوبي ښارونو کې په ازبکانو باندې ډزې پیل کړې. او د هغوي کورونه یې ور ړنګ کړل. شاوخوا 8 سوه زره ازبکان په زوره دیته اړ ایستل شول چې د خپلو کورونو نه واوځي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په قرغزستان کې د بلواګانواو تاوتریخوالي له امله شاوخوا 1 میلون خلک زیانمن شویدي.

XS
SM
MD
LG