د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغزستان په بلواګانو کې ۲۳ کسه وژل شوي


د قرغزستان چارواکي وایی چی ددې ملک په جنوب کې د ( آش ) په ښار کې په بلوا گانو کې لږ تر لږه ۲۳ کسه وژل سوي او ۳٠٠ تنه نور زخمي سوي دي.

دا شخړي نن د جمعې په ورځ ددوو قومونو ـ قرغزیانو او ازبکانو تر منځ ونښتې او ورو ورو پسې زیاتي سوې.

بلوا کونکو ددوکانونو کړکۍ ماتي کړې، تجارتي مؤسسو ته یې اورونه واچول او د قرغزستان حکومت یې مجبور کړ چی د ( آش ) په ښار او درو ولسوالیو کی اضطراري حالت اعلان کړي.

د حکومت یوه نطاق ( فرید نیازوف ) وویل چی چارواکو زره پوشونه سیمي ته استولي او د شپې له خوا یې په گرځیدو باندي بندیز لگولیْ دی.

د قرغزستان جنوب د هغه هیواد د پخواني جمهوررئیس قرمان بیگ باقي یوف چی د اپریل په میاشت کی د یوه پاڅون په ترڅ کې را وپرځول سو، کلک مورچل و.

د روسیې جموررئیس دیمیتري میدویدیف او د چین جمهوررئیس هوژین تاو د قرغزستان د جنجالونو چټک حل غوښتی دی. دغو مشرانو نن د جمعې په ورځ د ازبکستان د تاشکند په ښار کی د سیمه ایزو مشرانو په عالي جرگه کی سره وکتل او دا غوښتنه یې وکړه.

XS
SM
MD
LG