د امریکا جمهوررئیس براک اوباما نن په امریکا کې د کار ورځ په دې لمانځي چې د اتحادیو کارگرانو ته د اقتصاد په باب وینا وکړي.
هغه به د ویسکانسن په ایالت کې خبري وکړي.
ښاغلی اوباما به د بنېادی خدمتونو په لړکې د سړکونو، اورگاډو او هوایی ډگرونو کې د الوتکو د ښکته کېدلواو پرواز کولو د لارو د پراخولو لپاره د نوي پلان اعلان وکړی.
سپېنه ماڼی وايی په دې برخه کې د ابتدایې پانگې لگونې لپاره ٥٠ ملیارد ډالره اعلان شوي دي چی د نویو کارونو په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
تر دې ېوه ورځ مخکی اعلان وشو چې په امرېکا کی د اگست په مېاشت کې، د بېکارانو فېصدی په سلو کې ٩،٦ ته لوړه شوېده.
تر سلو کلونو نه زېاته موده به کېږی چې په امرېکا کې د کار ورځ د امرېکا کاگرانو ته اختصاص شوېده.