د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې د سبو او میوو ساتلو سړې خونې جوړې شوې


لغمان کې د سبو او میوو ساتلو سړې خونې جوړې شوې
لغمان کې د سبو او میوو ساتلو سړې خونې جوړې شوې

دغه درې خونې لږ تر لږه د ٤٥٠ ټنو سبو او میوو د ساتلو ظرفيت لري. په دوه جريبه ځمکه باندې د ولایت په مرکز کې جوړې شوې دي.

ددې سړو خونو په جوړولو یو ميلون افغانۍ لگول شوي چې د امریکا متحده ایالاتو مرسته کړې ده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي وویل، تر دا مهاله په سيمه کې داسې سهولتونه نه وو چې کروندګر خپل توليد وساتي او بيا يې په ښه کيفيت بازار ته وړاندې کړي.

رحیمي وویل: "اوس کروندګرکولاى شي چې خپل توليد په ښه کيفيت سره داسې مهال وړاندې کړي چې کروندګرو ته په اقتصادي لحاظ ګټور تمام شي".

ددغو سړو خونو لپاره يوه مجهزه ودانۍ جوړه شوې ده. د ودانۍ د پرانیستلو پر مهال، د افغانستان لپاره د امريکا مرستيا ل سفير انتوني نيووين وویل، امريکا غواړي د نوي ستراتېژۍ پر بنسټ په افغانستان کې زياتې مرستې د کرنې په برخه کې وکړي.

د کرنې وزیر د امريکا د متحده ايالاتو دا اقدام وستایه چې غواړي د افغانستان کرنې ته زیات پام وکړي.

د لغمان والي اقبال عزيزي وايي چې د سيمې خلکو تل له دوی نه د سړوخونو د جوړيدوغوښتنه کوله. دى وايي د لغمان ولايت خلک د کرکيلي لپاره لږې ځمکې لري خو حاصل يې ښه دی.

په سيمه کې دغه سړې خونې داسې مهال جوړېږي چې ددغه ولايت په ګډون د افغانستان په زياترو سيمو کې کروندګر دا شکايت کوي چې د دویی حاصل په يو وخت بازار ته وړاندې کیږي، نرخ يې ډیر پرېوتى وي.

کروندگر وايي، له همدې آمله دوی ته د خپلې خوارۍ، مزدورۍ او لګښت پيسې هم په لاس نه ورځي.

دوی وايي پر يو مهال بازار ته د حاصلاتو راايستلو بله تاوان دا وو چې ژر به نه خرڅیدل پر دوی به خپل حاصل پاتې وو. کيفيت به يې دومره خراب شو چې بيا به د خرڅلاو نه وو.

د نویو سړو خونو له جوړیدو سره د سيمې خلک وايي، دې ته هڅیږي چې پر خپلو ځمکو سابه وکري او د باغونو جوړولو ته هم مخه کړي.

دوی وايي د سبو د کرکيلي او باغونو له لارې دوی کولاى شي چې لوړ حاصل واخلي او د کوکنار کرکيلي يوه ښه بديل وګرځي.

XS
SM
MD
LG