د لاس رسي وړ اتصالات

کېري په لندن کې د اوکراین په اړه د لاوروف سره خبري کوي


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري په لندن کي دی چي د روسیې د باندنیو چارو دوزیر سرګي لاروف سره د اوکراین د شخړې په هکله خبري وکړي.

امریکايي چارواکي وايي چې دوي د اوکراین په سرحدي سیمو کې د روسیې د قواوو د ګزمو په هکله اندېښنې لري او وايي چې روسي قواوو په سیمه کې نارامه فضا رامنځ ته کړې.

دا په داسي حال کې ده چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ په کریمیا کي ریفورندم وسي او دا په داګه سي چې دغه سیمه د روسیې مربوط کېږي او که د اوکراین سره پاته کېږي.



د امریکا د باندنیو چارو وزیر وايي چې هغه هڅه کوي چې د روسیې مشران دې ته وهڅوي چې د اوکراین په برخه کې یو مناسب مسیر غوره کړي.

ښاغلي کېري وویل: ،،مهمه مسله دا ده چې آیا د روسیې ولسمشر پوتین په جدي توګه د اوکراین په مسله کي د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د حل لارې موندلو سره علاقه لري او که نه،،


دا په داسي حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ به د کریمیې په سیمه کې رای ورکونکي د هغه ریفورندم په خاطر د رایو مرکزونو ته ولاړ سي چې په لړ کې به یې د کریمیې برخلیک وټاکل سي او دا به په داګه سي چې دا سیمه د روسیې د فیدراسیون سره یوځای کېږي او که د اوکراین سره پاته کېږي.

ښاغلي کېري داسي وویل: ،،د ریفورنډم په هکله به مونږ خپل غبرګون په یو ډول وښيوو او پر دې علاوه به که چیري د پرمختګ هیڅ لاره نه وي چې په ترڅ کې یې د کریمیا شخړې ته د حل لاره پیدا سي نو د دوشنبې په ورځ به د اروپا او زمونږ د خوا جدي اقدامات وشي.،،

خو ښاغلی کېري وايي چې واشنګټن نه غواړي د روسیې پر ضد د اقدماتو پر لوري مزل وکړي. پر ځای یې هغه وايي چې د ولسمشر اوباما حکومت دې ته ترجیح ورکوي چې داسې یوه حل لاره پیدا شي چې روسیه د نورو په ګډون د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.

امریکا او د اروپايي اتحاد مشران وايي چې د یکشنبې د ورځې ریفورندم د اوکراین د اساسي قانون خلاف اقدام دی. روسي چارواکي بیا وايي چې په کیف کي د روسيې د طرفداره حکومت د رانسکورېدو وروسته په کریمیا کي رای ورکونکي د خپلې ارادې د تمثیل حق لري.


خو د امریکايي پوهنتون پروفیسور کید داردن بیا وايي چې هیڅ یو اړخ به هم د یکشنبې د ورځې ریفورندم ته د یوې واضیح او روښانه حل لارې په سترګه ونه ګوري.

پروفیسور داردن داسي وايي ،،په ریفورندم کي د سیمي اوسیدونکي د دې اخیتار نلري چې اوکراین په خپل اصلي حالت پاته شي او د ارضي تمامیت درناوی یې وشي. په اصل کې ریفورندم په ډیر خراب ډول تنظیم شوی دی.،،


د یادونې وړ ده چې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د لیدو کاتو وروسته به ښاغلی کېري د بریتانیې د باندنیو چارو د وزیر ویلیم هاګ او ددغه هېواد د لومړي وزیر ډیویډ کیمرون سره وګوري.
XS
SM
MD
LG