د لاس رسي وړ اتصالات

دموکراتان د وسلو د موثریت پروسایلو بندیز غواړي


داقلیت مشره نانسي پلوسي او نور دموکراتان د ټوپکو په اړه د قانوني ا قدام غوښتنه کوي. واشنگټن، د کانگرس ماڼۍ مخې ته، د اکتوبر څلورمه

د بم سټاک وسیله چې د لاس ویگاس ډزې کوونکي وکاروله نیم چه اتومات ټوپک ېې په اتومات بدل کړ څو په کم وخت کې ډېرې ډزې، ژر ژر وکړلی شي

د لاس ویگاس خونړۍ ډزې د معاصرې امریکا په تاریخ کې ساری نلري. له دغو اریانوونکو او خواشینوونکیو ډزو نه یوه اونۍ وروسته دابحث بیا تود سویدی چی د وسلو په خرڅلاو او نوعیت باندې نوي بندیزونه ولگول شي او که نه.

یوه خبره څرگنده ده چې د ټوپکو دکنټرول مسله په کانگرس کې څو څو ځلې ناکامه شوېده. نو داځل هم ښايي ډیر پرمختگ ونکړي. دامریکا په سنا کې دجمهوري غوښتونکیو مشر مېچ مکانل داسې اشاره کړېده چې دی د ټوپکو د کنټرول په تړاو قانوني مسوده رایوته نه وړاندې کوي. هغه وايي قانون لاتراوسه پورې بشپړ شوی ندی، نوزه فکرکوم چې دا له وخت نه مخکې ده چی د حل په لاروېې ېې بحث وشي.

ځینی وايي په دې مسله باندې بحث او ناندرۍ په ملي کچه روانې دي چې د ټوپکو د خرڅلاو په وړاندې څه ډول گامونه اوچت شي، خو ځینی وايی دا غمیزې د ټوپکو له خرڅلاو سره کوم تړاو نلري.

په متحدو ایالاتو کې په تیره لسیزه کې په ویرجینیا ټک پوهنتون، نیوټاون کنیکټیکټ، د جنوبی کرولاینا چارلېسټن، سانبرنادینو او د فلوریډا په اورلانډو کې ډله ئیز مرگونه وشول. هرځل چې یو ټوپک والا بیگناه خلک په نښه کړي دي امریکایانو په غم او غوسه کې ددغه راز حالاتو دمخنیوي لپاره غږ کړیدی.

د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس د خواخوږۍ په یوه غونډه کې وویل: موږټول دلته دهغو کورنیو د خپگان ، ناڅاپي ټکان او غم له امله راټول شوي یو چی خپل او خپلوان ېې په دې پېښه کې ووژل شول او زخمي شول.

د کانگرس په دواړو خونو کې داسی قانونی مسودی لیکل کېږی چی د بمپ سټاک په نامه وسایل بند کړي. په دغو وسایلو باندی نیم چه اتومات ټوپک په بشپړ اتومات ټوپک بدلیدلی شي او داسی ډزې کوي لکه بشپړه اتوماته وسله اوماشینداره ېې چی کوي.

دموکراته سناتوره ډاین فاین سټاین وايي: یوازینی دلیل چې یو څوک ټوپک نور هم موثر کوي، هغه دادی چی په کم وخت کې دومره ډیرخلک پرې ووژني څومره چې ممکن وي.

په امریکا کې د ټوپکو د لرلو د حق پلوي ډله "د ټوپک ملي ټولنه" ده. هغوی تیره اونۍ په دې اریان شول چی د بم سټاک په څېروسایلو لپاره دنورو قوانینو او محدودیتونو د وضع کولو لپاره د ملاتړ یادونه وشوه.

دموکرات سناتور ریچردبلومنتال وايي: دمقراراتو وضع کول د ځنډولو لاره ده، داقدام او عمل لاره نده. پکارده د بم سټاک وسایل ممنوع شي.

د فعلا لپاره سپینه ماڼۍ چوپه خوله ده او د ټوپکو د کنټرول په وړاندیز ېې تبصره نده کړې. د سپینی ماڼۍ د رسنیوسکرتره ساره سانډرز وايي: موږ غواړو په دې بحث کې برخه واخلو او نور معلومات هم ترلاسه کړو. موږ په راتلونکیو ورځوکې په دې اړه کارته ادامه ورکړو.

دموکرات سناتور مولټن وايي داسمه ده چې خلک د ښکار اونورو شیانو لپاره ټوپک اخلي خود جگړې وسله له ځان سره نه ساتي. داسی لارې شته دي چې تشدد پرې کمولی شو.

جمهوری خواه ا ستازی سکاټ ټېلر وايي د اساسی قانون په دویم تعدیل کې د ټوپک لرل یوازې د ښکار لپاره ندي یاد شوي، دغه قانون واييددې وړتیا وي چی یو مستبد رژیم پرې نسکورکړی شي او هغه په لازم وخت کې د جنگ په وسله کېږي.

XS
SM
MD
LG