د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: پخواني پاچا هیڅکله بیا واک ته رسیدل نه غوښتل


د افغانستان پخوانی جمهورریس حامد کرزي (ارشیف)
د افغانستان پخوانی جمهورریس حامد کرزي (ارشیف)

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د زیږیدلو د سلمې کالیزې په مناسبت د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې، ظاهر شاه د افغانستان رښتینی بچی وګاڼه او ویې ویل چې هغه ټولو افغانانو ته په یوه سترګه کتل.

ښاغلي کرزي وویل "په هره معنی چې مونږ افغانان ځانونو ته یو هویت ورکوو، دې د هغه هویت خاوند وو د افغانستان لپاره او ټول افغانستان او د افغانستان ټول خلک ورته د افغانستان خاوندان ښکاریدل اوپه دې لاره کې زمونږ د طرز فکر او عمل لوی استاد وو او په دې لاره کې د هغه په شاګردي او نقش قدم باندې حرکت مونږ ته افتخار دی".

ښاغلي کرزي د پخواني پاچا سره د خپل ځان او خپلې کورنۍ د پیژندګلوۍ په باب هم خبرې وکړي وویل چې اصلآ پخواني پاچا سره دوستي ورته د پلار نه په میراث پاتې وه.

پخواني جمهور رئیس وویل زما او د بابا د ملت شناخت ډیر پخوانی دی زما پلار شهید عبدالاحد خان کرزی د ده ډیر ملګری وو او ډیر یې پلوي وو او همیشه یې هڅه دا وه چې اعلحضرت وطن ته راشي .

ښاغلي کرزي په افغانستان د روسانو د یرغل په کلونو او د هغې راوروسته کلونو کې د افغانستان په خپلواکۍ باور درلود خو هیڅکله د ماجراجویي پلوي نه وه او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یې دننه له افغانستان نه د یو سنجول شوي حرکت ملاتړ کوه.

ښاغلي کرزي وویل چې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدلو وروسته محمد ظاهرشاه هیڅکله هم واک ته بیا رسیدل نه غوښتل.

ښاغلي کرزي زیاته کړه " د رهین صاحب د خبرو په تائید باندې د هیواد د راتلونکي د ټاکلو لپاره یې د افغانستان د خلکو پر حق باور درلود چې هغوی د هیواد د راتلونکي د ټاکلو حق ولري او خپل حق استعمال هم کړی".

د قدرت شوق یې هیڅ نه درلود که چیرې د قدرت شوق یې درلودلی د افغانستان د خلکو په اضطراري لویه جرګه کې که حضور غوښتل خلکو غږ کوه چې حضور تاسې د افغانستان پاچا شۍ.

محمد ظاهرشاه په ۱۹۳۳ کال کې د خپل پلار له وژل کیدلو وروسته د افغانستان په تخت کښيناست او د څلویښت کالو پاچاهۍ وروسته د خپل د تره زوی سردار محمدداودخان له خوا د یوې کودتا په ترڅ کې له واکه وشړل شو.

محمد ظاهرشاه په ۱۹۱۴ کال په کابل کې زیږدلې وو او په ۲۰۰۷ کال کې په همدغه ښار کې له نړۍ سترګي پټي کړې.

د افغانستان د پخواني پادشاه سیاسي مخالفان هم دا مني چې ظاهر شاه که څه هم د افغانستان د پرمختګ لپاره ډیر څه نه وو کړي خو خپل هیواد یې د بهرنیو یرغلونو او پوځي تړونونو خپلواک ساتلی وو.

هغه شمیر افغان کارپوهان چې د ظاهرشاه واکمني یې لا یاده ده وایي پخواني پاچا د خپل هیواد د چټک پرمختګ سره د نه لیوالتیا یو دلیل د غازي امان الله خان د واکمنۍ په وخت د کورنیو بغاوتونو د بیا تکرار مخه نیول وو او هغه نه غوښتل بیا هیواد بغاوت سره مخ شي.

د افغانستان د پوهنتون یو استاد فاروق بشر وایي چې د پخواني پاچا د واکمنۍ وروستي لس کلونه په افغانستان کې د دیموکراسۍ له ځلاندو کلونو څخه شمیرل کیږي چې ډیر کلونه به وخت واخلي چې افغانستان بیا هغه حالت ته ورسیږي.

ښاغلی بشر وایي" مساوات نه وو، عدالت نه وو خو د افغانستان خلک آرام او خوشاله وو".

ښاغلی بشر هیله لري چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت به په افغانستان کې د پخواني پاچا د ډیموکراسۍ د لسیزې په څیر د حالت په راوستلو او امنیت په ټینګیدلو کې بریالی شي.

XS
SM
MD
LG