د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د گلالۍ اسماعیل پلار نیولی دی


پروفیسر محمد اسماعیل
پروفیسر محمد اسماعیل

یو پاکستانی مدافع وکیل وایي قاضي حکم کړی چې د بشري حقونو د فعالې گلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر محمد اسماعیل د اقلیتونو د حقونو د غورځنگ سره د ملاتړ په خاطر محاکمه کړي.

پروفیسر اسماعیل چې د پنجشنبې په ورځ پولیسو ونیو، نن د جمعې په ورځ یې وروسته له هغې د پیښور عالي محکمې ته وړاندې کړ چې د امریکا د متحده ایالاتو په گډون د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو او فعالانو د هغه پر بندي کیدو سختې اندیښنې ښودلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پروفیسر محمد اسماعیل پر بندي کیدو سخته اندیښنه ښودلې ده.

د ښاغلي اسماعیل مدافع وکیل فضل خان وایي هغه د جمعې په ورځ د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې محکمې ته وړاندې شو. قاضي د دوو اونیو لپاره د ښاغلي اسماعیل د بندي کیدو حکم وکړ. پر هغه تور لگول شوی چې د پښتون ژغورنې د غورځنگ ملاتړ کوي چې د ترهگرۍ پر ضد د پاکستان د پوځ پر جگړې انتقاد لري.

د ښاغلي اسماعیل لور گلالۍ اسماعیل شاوخوا د یوې میاشتې راهیسې د امریکا په متحده ایالاتو کې پناه غوښتې ده. د پاکستان استخباراتي ادارو د بشري حقونو پر فعالې گلالۍ اسماعیل د غدارۍ او د هیواد سره د خیانت تورونه لگلولي.

خو گلالۍ وایي چې دا تورونه ناسم دي او هغه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو لخوا د سرغړونو په وړاندې د غږ پورته کولو په خاطر په نښه شوې ده.

ګلالۍ اسماعیل په خپل ټویټر د پلار تازه عکسونه خپاره کړي او وایي پلار یې د سخت فشار لاندې دی.

گلالۍ څه موده وړاندې د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې په امریکا کې به هم د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنگ ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG