د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان صدراعظم وايي د حزب الله په مشرئ حکومت کې نه داخلیږي


د لبنان صدراعظم وايي د حزب الله په مشرئ حکومت کې نه داخلیږي
د لبنان صدراعظم وايي د حزب الله په مشرئ حکومت کې نه داخلیږي

د لبنان سرپرست صدراعظم سعد حریری وایی ، په هغه حکومت کی به شامل نه شی چه مشری یی د حزب الله طرفدار کاندید وکړی.

ښاغلی حریری، نن، په داسی وخت کی دغه اعلان وکړ چه سرپرست حکومت په دوه ورځونوی صدراعظم غوره کوی.

په لبنان کی د حزبه الله رهبر پرون وویل که چیری د دوی کاندید پارلمانی انتخابات وگټي، نو دغه ډله به کوشش وکړی چې گډ حکومت جوړ کړي.

سید حسن نصراله همدغه راز وویل د هغه ډله نه غواړی چه هیڅ یو سیاسی گوند په راتلونکی کابینه کی شامل نه وی.

ددی میاشتی په اولو ورځو کی حزب الله او انډیوالان یی د صدراعظم رفیق حریری د ایتلافي حکومت نه ووتل او حکومت پخپله سقوط وکړ.

دغو کسانو د هغه تاوتریخوالی نه وروسته استعفاگانی وکړی چه د لبنان د پخوانی صدراعظم رفیق حریری یعنی ددی سرپرست صدراعظم سعد حریری د پلار د قتل د تحقیق په سر ځکه پیدا شو، چه د ملگرو ملتونو په ملاتږ تر سره کیږی. رفیق حریری په دوه زره او پنځم کال کی ووژل شول.

خبری رپوټونه وایی دغه محکمه به د حزب الله غړی محاکمی ته را کاږی، خو حزب الله وایی چه دوی په دغه قتل کی لاس نه لری.

XS
SM
MD
LG