د لاس رسي وړ اتصالات

افریقايي مشران د قذافي او یاغیانو منځګړیتوب کوي


افریقايي مشران د قذافي او یاغیانو منځګړیتوب کوي
افریقايي مشران د قذافي او یاغیانو منځګړیتوب کوي

د افریقایی اتحاد د ملکونو مشران لیبیا ته روان دي چی د لیبیا د مشر معمرالقذافی او د هغو مبارزینو ترمینځ سیاسی بحران حل کړي چی غواړی معمرالقذافی د قدرت نه رانسکور کړي.

د جنوبی افریقا جمهور ریس جکوب زوما نن پایتخت طرابلس ته روان شو او د مریتانیی ، مالي او د کانگو جمهور ریسان هم ورروان دي.

دغه مشران به اول د ښاغلي قذافی سره وگوري او بیا به بنغازي ته ولاړ شی او هلته به د مبارزینو د مشرانو سره ملاقات وکړي.

په لیبیا کی همدا اوس هم لږ تر لږه په دوو ځایونو کی سختی جگړې روانې دي.

د قذافی وفادارو قواوو نن هم د ابیدجان په ښارگوټي باندی د توپونو ډزې کولې.

د عینی شاهدانو په قول په دی ښارگوټي کی نن هم د ټوپکو او هاوان ډزی اوریدل کیدی او د ښار فضا د باروتو د لوگي نه ډکه وه. لږ تر لږه یوولس تنه پرون په دی ښارگوټي کی وژل شوي دي.

بل پلو د اسوشیتد پرس د خبری آژانس په قول د قذافی وفادارو قواوو د ابیدجان لویدیځ پلو د بریگا په ښار کی د مبارزینو مربوط دوه هیلو کوپټر ویشتلي دي.

په دی وروستیو وختونو کی په بریگا کی سختی جگړې روانې دي، او د مظاهرو د پیل راهیسی څو ورای یوی او بلی خوا یی کنترول په لاس کی اخیستئ دئ.

XS
SM
MD
LG