د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: قذافي ته وفادارې قواووې پرشا تمبول شوي


کلینټن: قذافي ته وفادارې قواووې پرشا تمبول شوي
کلینټن: قذافي ته وفادارې قواووې پرشا تمبول شوي

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره هېلری کلنټن وايی چې هغه قواوی چې د لېبېا مشر معمر قذافې ته وفاداری دي ، هغوی داېتلاف په پنځه ورځنېو هوايی عملېاتو کې په شا تنبول شويدي. خو سره له دې هم ملکېانو ته ېو خطر گڼل کېږي.

هېلری کلنټن دناټو ددې موافقی هرکلی وکړ چې د نه پراواز دعلاقې دعملی کولو مسوولېت ته په غاړه واخلی.

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلری کلنټن د ناټو هغې فېصلی ته چی په برسلز کې وشوه د ځواب په ترڅ کې ادعاوکړله چې په هغو هوايي نظامی عملېاتو کې ډېر پرمختگ راغلی دی چې دامرېکا هوايي قواو تراوسه پورې سرته رسولی دی. خوهغې په ډېر احتېاط داخبره وکړله چې په داسی حآل کې چی د قذافې قواوی د ېاغېانو له پاخه مورچل بنغازی او نورو سېمو نه په شاتنبول شوېدی، دغه قواوی دلېبېا دخلکو د سلامتېا لپاره لاد غټ خطر په توگه پاتی دی. هېلری وايی :" تر راتلونکېو ورځو پورې چې ناټو د قوماندې د کنترول مسوولېتونه په غاړه واخلی، ددغوملکېانو د حفاظت اوسلامتېا مسله به ېوه غټه اندېښنه وي. ددغو عملېاتو په نتېجه کې همدا اوس هم دډېرو خلکو ژوند خوندی شوېدی، خو دا خطر لا پاېته ندی رسېدلی. ترهغه وخت پورې چې د قذافې رژېم خپلو خلکو ته گواښ کوي او دملگرو ملتونو د پرېکړه لېک سره مخالفت کوی، پکارده چې موږ بېدا ر واوسو او تمرکز جاری وساتو. "

هېلري کلنټن ووېل دعربو گډون اومشرتوب په دغه اېتلاف کې ډېر مهم دی او ددې خبری هرکلی کېږی چې عربی امارات به 12 الوتکې دنه پرواز دعلاقې دعملی کولو لپاره وگوماري او له قطر سره به ېوځای شی. رپوټ وايی دادوېم عربی هېواد دی چې له دغه اېتلاف سره همکاري کوي.

هېلری کلنټن دا خبره تائېد کړله چې بله سه شنبه به په لندن کې په هغه کنفرانس کې گډون وکړی چې دبرتانېې له خوانه تنظېم شوېدی او دوزېرانو په کچه به پکې په هغه معامله بحث وشی او مقصد ېې دهغه پلان جوړول دی چی دهغه پر بنا به ناټو د امرېکا له متحده اېالاتو نه د قوماندی د کنترول مسوولېت په غاړه واخلی.

داوباما اداری خپله اراده څرگنده کړېده چې دوی به د دغوعملېاتو په ابتدايی برېدونو کې دمخکښ له نقش نه د ملاتړ نقش غوره کړی چې قومانده ناټو په غاړه واخلی. هېلري کلنټن ووېل د الوتکېو او د کروز توغندیو برېدونو د قذافې هوايی قوی ته ېې تر زېاتی اندازې پورې تاوان رسولی دی او هغه ېې غېرموثره کړېده. په دې توگه اېتلاف اوس د لېبېا د فضا کنترول په خپل اختېار کې لری.

هېلری وايی " زموږ مامورېت دادی چې دامرېکا له بې مثاله قابلېت نه کار واخلو چې د نه پرواز دعلاقی لپاره شراېط برابر کړو او د عاجلو بشري ضرورتونو په پوره کولو کې له خلکو مرسته وکړو. اولکه څنگه چې توقع کېدله، موږ همدا اوس دامرېکا د الوتکېو په شمېر کې په دغو عملېاتوکې په کافي اندازه کموالی وېنو، په داسی حال کې چې دنوروهېوادونو دالوتکېو شمېر په دغو عملېاتوکې چې دنه پرواز سېمه عملی کاندی ، مخ په زېاتېدو دی".

رپوټ وايی چې هېلری کلنټن په ټېلېفونی دېپلوماسی بوخته وه چې دناټو د معاملی لپاره لاره اواره کړی. په دغو ټېلېفون هلو ځلو کې هغه ټېلېفونی کنفرانس هم شامل و چې د برتانېې، فرانسی، او ترکېې له خارجه وزېرانو سره ېې وکړ. ترکېې دناټو په هوايی عملېاتو باندی د بندېز ټېنگار وکړ چې د لېبېا پرمسلمانانو باندی بمباری کمه شی چی ملکېانو ته تاوان ونه رسېږی.

رپوټ په پاې کې وايی چی سپېنی مآڼی له دې پرېکړی نه دفاع وکړله چې د لېبېا د شخړو مسله ېې پرمخ بېولی ده. داوباما پراداره باندی د کانگرېس د جمهوری خواهانو او دېموکراتانو له خوانه انتقاد شوی و چې په لېبېا کې د دامرېکا د نظامی عملېاتوپه برخه کې ډېره کمه مشوره کافې نه وه.

XS
SM
MD
LG