د لاس رسي وړ اتصالات

په لسهاوو زره خارجیان له لیبیا وځي


په لسهاوو زره خارجیان له لیبیا وځي
په لسهاوو زره خارجیان له لیبیا وځي

په لسگونو زره خارجیان لگيا دي د هوایي الوتکو، کښتیو او د زمکې په لاره د لیبیا نه د راوځي. هر څوک کوښښ کوي چې ژر تر ژره په دغه هیواد کې د روان خونړي تشدد او پاڅون نه ځانونه راوباسي.

د ترکیې دوو کیښتیو د لیبیا د ختیځ ښار بنغازي د بندر نه ٣٠٠٠ ترکان راوایستل. د ترکیې دبهرنېو چارو وزېر احمد داوتوغلو ووېل چی دنجات او ژغورنی اوسني عملېات دترکېې په ټول تارېخ ترټولو پراخه او غټ عملېات دي. د څو ورځو نه راپه دې خوا دبنغازی هواېې ډگر تړل شوی دی او کوم خارجېان چی ددغه ښار نه وتل غواړی نو مجبور دي چی سمندر په لاره راووځی.

کله چی تېره هفته په لیبیا کی روان ولسي پاڅون شروع کېده، نو په دغه هیواد کی ٢٥٠٠٠ ترکان اوسېدل چې زېاترو ېې دساختمانئ په پروژو کی کار کوه.

د ترکیې د بهرنېو چارو وزېر وویل چې تر اوسه پورې یو ترکې په طرابلس کې د یوې ساختماني پروژې د ودانۍ سره نژدې د تشدد له امله مړ دی.

له بلې خوا د چین دولتي مطبوعاتو نن راپور ورکړ چې د چین حکومت هم لگیا دی د هوا او سمندر له لارې د لیبیا نه د خپلو ٣٣٠٠٠ اتباعو د ایستلو په یوه پلان باندې کار کوي. د چین حکومت څو دربست الوتکې او خپلې تجارتي کښتۍ په کار اچولي دي.

د یونان خبري اژانسونو راپور ورکړ چې د یونان حکومت به د چین سره د لیبیا نه د چینایانو په ایستلو کې مرسته وکړي او ١٣٠٠٠ چیني اتباع به د یونان د کریټ ټاپو ته انتقال کړي.

په عېن وخت کی دامرېکا حکومت هم نن هغو امرېکاېانو ته چی په لبېا کی بند پاتی دي او راوتل غواړی، اطلاع ورکړه چې دټرېپولی د اشهاب بندر ته باېد خپل ځانونه ورسوی او دسمندر په لاره دې مالټا ته په مسافر وړونکو کېښېتو کی د امرېکا د حکومت په مصرف سفر وکړی خو بېا به وروسته دغه پېسی بېرته دامرېکا حکومت ته ورکوي.

د نړۍ څو ملکونو خپلی الوتکی طرابلس ته د دې لپاره لیږلي دي چې خپل خلک راوباسي. په دغو ملکونو کې بلغاریه، مصر، فرانسه، جرمنی، ایټالیه، هالنډ،روسیه، سربستان او هسپانیه شامل دي. خو کوم خلک چې د طرابلس د هوايي ډگر نه اوس اروپا ته رارسیدلي وايي چې په میدان کې ډېره سخته گډوډي وه.

مصر او ټونس وايي چې په زرگونو اتباع یې د شریکو سرحدونو په لاره د لیبیا نه راوتلي دي د هند په شمول د جنوبي آسیا یو شمېرهیوادو نه هم کوښښ کوي چې خپل په زرهاو اتباع د لیبیا نه د سمندر او هوا له لارې راوباسي.١٨٠٠٠ هندېان په دغه هیواد کی ژوند کوي او بنگله دېش وايي چې خپل ٦٠٠٠٠ وگړي به راوباسي. د فلېپېن ٢٦٠٠٠ اتباع هم په لیبیا کې بند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG