د لاس رسي وړ اتصالات

قذافي مو پټیدو ته مجبور کړیدی، ناټو


قذافي مو پټیدو ته مجبور کړیدی، ناټو
قذافي مو پټیدو ته مجبور کړیدی، ناټو

د ناتو یوه نطاق ویلي دي چي په لیبیا باندي د ناتو هوایي قواو د هغه هیواد مشر دې ته مجبورکړی دی چی ځان پټ کړي.

د ناتو د هوایي قواو یوه قوماندان ( مایک بریکن ) وویل چي په طرابلس کي ددوي هوایي حملو د لیبیا په قواو باندي د ښاغلي قدافي کنټرول کمزوری کړی دی.

( بریکن) دا تبصره پرون د جمعې په ورځ وروسته له هغه وکړه چي ناتو وویل په هغو جنګي کښتیو باندي یې چي د لیبیا د حکومتي قواو له خوا استعمالیږي، یو لړ هوایي حملې کړي دي. ناتو وویل چي د ( سیرتي، الخمس او طرابلس ) په بندرونو کي یې دغه کښتۍ ویشتلي دي.

د ناتو یوه بل قوماندان ( رسل هارډینګ ) بیا ویلي دي چي وروسته له هغه چي د قدافي طرفدارو قواو د بمونو د ښخولو عملیات پیل کړل او د سمندري قواو حملو ته یې ځان چمتو کړ، ناتو ته بله لار پاته نه شوه پرته له دې چي قاطع اقدامات وکړي.

له بلي خوا د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د کانګرس نه وغوښتل چي په لیبیا کي د امریکا د فعالیتونو چي د ناتو په مشري د څو ملکونو د ائتلاف یوه برخه ده، ملاتړ وکړي. جمهوررئیس پرون د جمعې په ورځ د کانګرس غړو ته یو لیک واستاوه چي د هغوي ملاتړ ترلاسه کړي. مګر هغه دا وایي چي امریکا په لیبیا کي د ناتو د قواو په عملیاتو کي محدود نقش لري.

د بشري حقوقو دوو لویو مؤسسو د لیبیا نه غوښتي دي چي د جنوبي افریقا د هغه عکاس ژورنالیست مړی ژرتر ژره خپلو منسوبینو ته وروسپاري چي فکر کیږي د اپریل په میاشت کي د قدافي د قواو له خوا وژل سوی دی.

د بشري حقوقو د ساتني او حفاظت مؤسسې او د ژورنالیستانو د ساتني کمیټې د لیبیا د حکومت نه دا هم وغوښتل چي ددغه ژورنالیست چي ( اینټن هیمیرل ) نومیږي د وژل کیدو په باب هم تحقیقات وکړي.

د ( هیمیرل ) په باب د معلوماتو ورکولو خبره په دې هفته کي وروسته له هغه راپورته شوه چي لیبیا هغه څلور ژورنالیستان خوشي کړل چي د اپریل په میاشت کي هغه ملک ته په بې قانونه توګه د ورتللو په تور یې نیولي وو. په دغو ژورنالیستانو کي دوو تنو یې وویل کله چي د لیبیا په صحرا کی پر دوي باندي حمله وشوه، نو هیمیریل هم په دې وخت کي ددوي سره و.

او یوه ژورنالیست وویل چي د قدافي عسکرو مخکي له دې چي نور ژورنالیستان ونیسي، په ( هیمیریل ) باندي ډزي وکړې. د ( هیمیریل ) کورنۍ وایي چي عیني شاهدانو ورته ویلي دي چي هغه دومره سخت زخمي شوی و چي د طبي علاج نه پرته ژوندی نه شو پاته کیدای.

XS
SM
MD
LG