د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو دې د کال تر پایه پورې په لیبیا کې پاتې شي، د موقتي شورا رئیس


ناټو دې د کال تر پایه پورې په لیبیا کې پاتې شي، د موقتي شورا رئیس
ناټو دې د کال تر پایه پورې په لیبیا کې پاتې شي، د موقتي شورا رئیس

د لیبیا موقتي مشر د ناتو نه غوښتي دي چي په لیبیا کي دي خپل ماموریت ته لږتر لږه ددې کال تر پاي پوري دوام ورکړي.

د ملي انتقالي شورا رئیس ( مصطفی عبدالجلیل ) پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي دا کار به ددې سره مرسته وکړي چي معمر قدافي ته وفاداري قواوي بیرته ځانونه تنظیم نه کړي او امنیت خراب نه کړي.

د لیبیا یوه لوړ پوړي دیپلومات په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا نه وغوښتل چي د هغي پریکړي منظوریدل دي وځنډوي چي غواړي د لیبیا د پاسه دي د ناتو د پروازونو ممنوعه سیمه نوره له منځه ولاړه سي.

د لیبیا د سفیر مرستیال ( ابراهیم دباشي ) وویل چي په لیبیا کي به شاید امنیتی حالات په کافي اندازه ثابت نه وي چي د پروازونو ممنوعه سیمه دي نوره ختمه سي. هغه وویل چي د لیبیا د سرحدونو د څارني او حفاظت په برخه کي د هغه هیواد د قابلیت په کله سوالونه موجود دي.

( دباشي ) دغه راز د ښاغلي قدافي د مرګ په اړه هم د امنیت شورا ته معلومات ورکړل او ویې ویل چي لومړني رپوټونه ښئي چي کله چي قدافي ونیول سو، د انتقالي شورا هیڅ کوم جنګیالي په هغه باندي ډزي نه دي کړي. دغه آستاځي وویل چي د هغه د نس او سر نه ویني جاري وې او دا چي هغه هغه وخت مړسو چي په ( میسراتې ) کي روغتون ته ورسول سو.

د ویډیویي تصویرونو نه ددې امکانات لیدل کیږي چي پر د غه راپرځول سوي مشر باندي د هغه په کورني ښار ( سرت ) کي هغه وخت ډزي وشوې او ووژل سو چي د انتقالي حکومت قواو په دغه ښار باندی برید وکړ. په ملي انتقالي شورا باندي بین المللي فشار زیات سوی دی چي د هغه د وژل کیدو په اړه تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG