د لاس رسي وړ اتصالات

ناټود لېبېا پر خلاف هوایي حملو ته زور ورکړیدی


ناټود لېبېا پر خلاف هوایي حملو ته زور ورکړیدی
ناټود لېبېا پر خلاف هوایي حملو ته زور ورکړیدی

دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما اعلان وکړ ترڅو چې معمر القذافي ګوښه شوی نه وي دناټو حملې به دوام ولري.

له بلې خوا او باما او دبرېتانېې صدراعظم نن په لندن کې دلېبېا په باب خبرې وکړې او بېاېې دژورنالستانو پښتونو ته ځوابونه ورکړل

دطرابلس اوسېدونکو نن ووېل چې دناټو دهواېې بمبارېو دچاودنو اوازونه په ټول ښار کې اورېدل کېږي. تقرېبا شپږو درندو چاودنو ښار ولړځوه.

چاودنې وروسته دهغې وشوې چې دناټو جېټ الوتکو په طرابلس باندې دمعمر القذافي دکور سره نژدې ډېره سخته او شدېده بمباري وکړه. روسېې دناټو ددغو سختو هواېې بمبارېو نه وروسته ډېر سخت عکس المعل څرګند کړ او اعلان ېې وکړ چې دغه عمل دملګرو ملتونو دامنېت دشورا دپرېکړې نه سرغړونه ده.

د روسېې دبهرنېو چارو وزارت نن ووېل چې دناټو دهواېې بمبارئ له امله تراوسه پورې دمعمرالقذافي دمخالفانو او طرفدارو ځواکونو ترمنځ جنګ پاې ته ونه رسېده ، مګر د لېبېا دملکي خلکو کړاونه او مصېبتونه ېې زېات کړي دي.

په عېن وخت کې د جنوبی افرېقا جمهور رېس ېعقوب ذوما نن اعلان وکړ چې لېبېا ته به سف روکړي او خپل کوښښ به وکړي چې دغه شخړه دخبرو په وسېله هواره شي. دښاغلي ذوما د دفتر ېوه مطبوعاتي بېانېه واېې چې د نوموړې به د دوشنبې په ورځ په طرابلس کې دلېبېا دمشرمعمر القذافي سره وګوري.

بېانېه واېې چې د جنوبی افرېقا جمهور رېس دا اقدام دافرېقاېې اتحاد دېوه لوړه هېت دغړي په توګه کې کوي.

XS
SM
MD
LG