د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا یاغیان په واشنګټن کې دفتر پرانیزي


د لیبیا یاغیان په واشنګټن کې دفتر پرانیزي
د لیبیا یاغیان په واشنګټن کې دفتر پرانیزي

د لېبېا د ېاغېانو شوری دامرېکا وړاندېز چې په واشنګټن کې دفتر پرانېزی منلی دی.

دامرېکا جګپوړه دېپلومات وايی دلېبېا د ېاغېانو عبوری شوری دامرېکا د جمهوررئېس براک اوباما له خوانه هغه بلنه ومنله چې وايی په واشنګټن کې ېونماېنده دفتر پرانېزی.

دامرېکا د خارجه وزارت مرستېال جېفری فېلټمن ووېل چې امرېکا د لېبېا د مشر معمر قذافې سره نوری خبری نه کوی. هغه داخبری په بنغازی کې وکړلی. هغه ووېل امرېکا د مخالفېنو موقتی شوری د لېبېا دخلکو مشروع شوری او نماېنده ګنی. خو هغه دغه شوری په رسمی ډول په رسمېت ونه پېژندله.

دغه دېپلوماتېکه بلنه په داسی وخت کې کېږی چې د ناتو تر حملو وروسته د لېبېا په پاېتخت طرابلس کی سختي چاودنی وشوی. عېنی شاهدان وايی د ناټو له عملېاتونه وروسته لږ تر لږه 15 چاودنی وشوی.

ناتو په خپل ټول شدت سره د لیبیا د رهبرۍ پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

پرون شپه ناتو پر طرابلس باندی سختی هوایی بمبارۍ وکړې او د حکومت د نظامی وسایطو یو پارک یې خراب کړ. دلېبېا د حکومت نطآق ووېل چې په دغو بمبارېو کې لږ تر لږه دری کسان وژل شوېدی اوپه لسهاو نور ېې زخمېان کړېدی.

XS
SM
MD
LG