د لاس رسي وړ اتصالات

د قذافي د قواوو سره څوک جنګېږي؟


د قذافي د قواوو سره څوک جنګېږي؟
د قذافي د قواوو سره څوک جنګېږي؟

دنړېوالې ټولنې جنگي الوتکې او توغندۍ، د لېبېا دمشر معمر قذافې پرقواوباندې گوزارونو ته ادامه ورکوي. دهغوی هدف دا دی چې ملکېان خوندي کړي. مهمه پوښتنه داده چې د لېبیا ېاغېان څوک دي

ډېر تحلېل کوونکي وايې چې داېتلاف هوايي قوه چې په اصل کې دملکېانو دخوندي کولو او دنه پرواز دعلاقې د تعمېل لپاره ورته صلاحېت ورکړل شوېدی په حقېقت کې ېې د لېبېا دېاغېانو د هوايي قوې بڼه غوره کړېده. ځکه ددغه نړېوال اېتلاف جنگي الوتکې او توغندۍ، د لېبېا دمشر معمر قذافې پرقواوو باندې گوزاونو ته ادامه ورکوي.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما په دې نېژدې ورځو کې امرېکا ېانو ته ووېل چې د لېبېا دحکومت پر قواوباندې دنظامي برېدونو مقصد دا دی چې دملکېانو د قتل عام مخنېوی وشي، په تېره د ېاغېانو په پاخه مور چل بنغازي کې ددغه راز وژنو مخنېوی وشي.

براک اوباما وايي " هغه وظېفه چې چې مي قواوو ته وسپارله چې د لېبېا خلک له سملاسي خطر نه خوندي وساتی او دنه پرواز علاقه عملي کړی؛ ددغه کار لپاره له هغوي سره دملگرو ملتونو له خوانه ور کړل شویْ صلاحېت او نړېوال ملاتړ ملگری دی. ددې خبری بل لامل دادی چی د لېبېا سېاسی مخالفېنو هم غوښتنه وکړله چې داسي کار وکړو. "

خو ېوشمېر تحلېل کوونکي دا پوښتنه کوي چې دا ېاغېانو څوک دي ؟ د حکومت سېاسي مخالفېن څوک دي چې له قذافې سره ېې مخالفت رااخېستی دی او دهغه له قواوو سره په جگړه بوخت دي ؟

وارډ کارول دامرېکا د سمندري قواو د رادار متخصص دی، هغه د نه پرواز په علاقه کې مخکې تردې په عراق او بوزنېا کې پروازونه کړېدي. وارډ کارول وايي "زه فکر نه کوم چې موږ اوس ددغې پوښتنی لپاره ځواب ولرو. هغوي دقذافې خلک ندی او زه فکر کوم چې په دې اوس وخت کې همداد لېل کافې دی. څرگنده ده چې دېوشمېر موسسو او ملتونو لپاره داکافې ده . "

په مراکش ېا المغرب کې دامرېکا پخوانی سفېر مارک گېنزبرگ وايی د لېبېا سېاسی مخالفېنو کې مختلفې ډلی او مختلف شخصېتونه شامل دي.

پخوانی سفېر گېنز برگ وايی " داکار دېته ورته دی لکه د سټار واز په فېلم کې چې مختلف خلک په شوری کې راټول شوي وي اوداېوه خبره ښکاره ده چې هغوی ټول وطنپرستان وي. ډېر شرېف خلک وي. زه په دې ډاډه ېم چی خبرېالان، مخالف نظامی منصبداران چې له رژېم سره ېې اړېکی شلولی دی،او پخوانی دېپلوماتان په دغو سېاسی مخالفېنو او ېاغېانو کې شامل دی. "

ماري جېن دېب، د کانگرېس په کتابتون کې دافرېقا اومنځني ختېځ د څانگې رئېسه ده او د لېبېا په برخه کې ېې ډېر کتابونه لېکلي دي وايی داپه دې ارېانه ده چې ېاغېان ډېره کمه نظامی روزنه لري. ځکه چې تقرېبا په ټوله عربی نړۍ کې له 12 نه تر 18 مېاشتو پورې عسکري خدمت جبري دی. ماري جېن وايي چې د لېېا سېاسی مخالفېن زېاتره هغه ځوانان دي چې په ښارونو کې ېې تعلېم کړېدی اومسلکی پوهه لري.

ماري جېن وايی " په دې توگه د لېبېا سېاسي مخالفېن د تونېس اومصر له سېاسي مخالفېنو سره توپېرنلري. ځکه هغوي وظآېف غواړي او دخپلی ملي شتمنی وېش په غوره اومناسب ډول غواړي. هغوی ېوه ازاده ټولنه غواړي. هغوي غواړي چې دنړېوالې ټولنې دېوې برخې په توگه ومنل شي. نسبت دېته چې هسي داوپره خلکو په توگه ورسره سلوک وشي. هغوي اېډېولوژیکی خلک ندي ځکه چې هغوي دژوند لپاره کوم خاص طرز فکرنلري، هغوی سوسېالېستان هم ندی او نه فاشېستان دی. هغوی نه دادي او نه هغه بلکه دلېبېا خلک دي. "

ماري جېن ډېب وايی چی اسلام پالې ډلې اوخوځښتونه په لېبېا کې قوي نه دي خوهغوی به کوشش وکړي چې له هغو حالاتو نه گټه واخلي چی اوس په لېبېا کې پېښېږی . خو هغوی ددغه عمومي پاڅون چې په شمالی افرېقا او منځني ختېځ کې پر مخ روان دی، مخکښ هم ندي.

XS
SM
MD
LG