د لاس رسي وړ اتصالات

یکشنبې به د لیبیا د خپلواکۍ اعلان وکړو، ملي انتقالي شورا


یکشنبې به د لیبیا د خپلواکۍ اعلان وکړو، ملي انتقالي شورا
یکشنبې به د لیبیا د خپلواکۍ اعلان وکړو، ملي انتقالي شورا

د لیبیا موقتي واکمنان په نظر کي لري چي سبا د یکشنبې په ورځ د لیبیا د بشپړي آزادۍ اعلان وکړي، چي په دې اقدام سره به د نوي حکومت د جوړیدو جریان پیل شي.

د لیبیا د ملي انتقالي شورا چارواکو نن وویل چي دا اعلان به د ( بنغازي ) په ختیځ ښار کي چي د حکومت د مخالف تحریک مرکز و، وشي.

په لومړنیو رپوټونو کي ویل شوي وو چي ملي انتقالي شورا به د آزادۍ اعلامیه نن د شنبې په ورځ خپره کړي، مګر په دې اړه چي دغه ځنډ ولي راغي لا څه نه دي ویل شوي.

له بلي خوا د موقتي حکومت صدراعظم محمود جبریل وویل چي د لیبیا لومړني انتخابات به په راتلونکو اتو میاشتو کي وشي او خلک به د ملي شورا غړي انتخاب کړي چي هغوي د نوي اساسي قانون مسوده برابره کړي.

ښاغلي جبریل مخکي ویلي و چي کله چي لیبیا آزاده شي، نو دی به استعفی وکړي. د رویترز خبري اژانس د هغه له قوله وایي چي هغه به د شنبې په ورځ استعفی وکړي.

له بلي خوا ملي انتقالي شورا دا هلي ځلي کوي چی معمر قدافي کله او چیري ښخ کړي.

XS
SM
MD
LG