د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د لیبیا په اړه غونډه کوي


د امنیت شورا د لیبیا په اړه غونډه کوي
د امنیت شورا د لیبیا په اړه غونډه کوي

په داسی حال کې چې د معمر القذافی طرفدار ځواکونه لگیا دي دمخالفانو په مرکزونوباندی هواېې او ځمکنۍ حملې کوي، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا نن د لېبېا د فضايي قلمرو دپاسه د جنگی الوتکو د پروازونو دمنع کولو لپاره په یوه مسوده باندې د غوراو بحث لپاره غونډه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هېلري کلنټن وویل، واشنگټن هېله لري چې نن به هرومرو په دغه مسوده باندی رایې گېري وشي.

فرانسې، برتانیې او لبنان په شریکه یوه مسوده د منظورئ لپاره د ملگرو ملتونو دامنېت شورا ته وړاندې کړی ده چې د عربي هیوادونو اتحادیه یې هم ملاتړ کوي.

ېو شمېر لوېدېځ قدرتونه غواړی چې دلېبېاد فضاېې قلمرو دپاسه د پوځی الوتکو د پروازونو دمنع کولو په باب باېد زر ترزره عملا گام واخیستل شي چې د معمرالقذافی د هوایي ځواکونو په مقابل کی د مخالفانو ساتنه وشي.

مخالفان سپکې وسلې لري او په مناسب ډول تنظیم شوي نه دي.

د تېرو څو ورځو سختو جنگونو په جرېان کی د قذافی ځواکونو متقابل عملېات کړی دي، دهواېې ځواکونو او د درندو وسلو نه ېې استفاده کړی ده. خو د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا ځینې غړي لکه روسیه او جرمني ددغې مسودې په اړه یو لړ ملاحظات لري.

په عېن وخت کی نن د ملگرو ملتونو عمومی منشی بانکېمون په لېبېا کې د روانې وضعې په باب خپله ژوره اندېښنه څرگنده کړه او په دې ملک کې یې سمدستي د اوربند د نافذولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG