د لاس رسي وړ اتصالات

د لوگر په ولایت کي یاغیانو اته تنه ملکیان وژلي


logar province
logar province

د لوگر په ولایت کي پولیسو ویلي دي چي یاغیانو اته تنه ملکیان پرون د پنجشنبې په ورځ په داسي حال کي وژلي دي چي هغوی د امریکا یوې نظامي اډې ته د کارونو لپاره روان وو. پولیسو وویل چي دغه امریکایي اډه د لوگر د ولایت مرکز ( پل علم ) ته نژدې ده.

د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چي یاغیانو دغه کارگران د موټر نه په زور سره را وایستل او یوه نژدې کلي ته یې بوتلل او هلته یې په هر یوه باندي په سر کي د توپکو ډزي وکړې.

د ولایت یوه نطاق دغه خبري آژانس ته وویل چي وژل شوي کسان ټول عادي کارگران وو.

په دې اړه چي دا حمله چا کړې تر اوسه چا څه نه دي ویلي.

طالبانو په دې وروستیو وختونو کي په لسگونو خلک چي د افغانستان د حکومت او د نړي والو عسکرو سره کار کوي وژلي دي
XS
SM
MD
LG