د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن برید کونکی د یوې سخت دریځې ډلې غړی و


په لندن کې د جمعې په ورځ (نومبر ۲۹) چړې په برید کې یو سړی او یوه ښځه وژل شوي او درې نور کسان ټپيان دي.

د لندن پولیس وايي چې برید د عثمان خان په نوم یوه ۲۸ کلن ځوان کړی.

پولیس وايي چې دا پیښه د لندن بریج سره شوې ده او برید کووونکي تقلبي چاودیدونکي توکي هم په تن کړي وو او د خلکو په مرسته پولیسو ونیو.

د پولیسو د څیړنیو پر بنسټ، برید مخکې له دې چې د پله سر ته ورسیږي، د ودانۍ دننه پیل شوی و.

بریتانوۍ انډیپنډینټ ورځپاڼه وايي عثمان خان د المهاجرون د سخت دریځې ډلې غړی و. ددغې ډلې مشر انجم چودري دی او په برتانیا کې تر ټولو خطرناکه او سخت دریځ ډله بلل کیږي.

عثمان خان په ۲۰۱۲ کال کې هم د ترهګریزو فعالیتونو په تور زندان بندي شوی وو او د ۲۰۱۸ کال په ډېسمبر میاشت کې له بنده خلاص شوی و، خو له بند څخه تر خوشې کیدو وروسته هم د پولیسو تر څار لاندې وو.

د بریټانیا صدراعظم د عاجلو مرستو رسولو او خلکو لخوا د برید کوونکي پر وړاندې میړانه ستایلې ده.

ښاغلي جانس وویل: "په واضح توګه د ښار پولیس به خپلو څیړنو ته دوام ورکړي، زه تاسو ته ډاډ درکوم هر هغه څوک چې په دې جرم او برید کې لاس ولري مجازات او محکمه به شي".

د لندن برید کوونکی د المهاجرون ډلې غړی وو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د بریټانیا د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین وايي دغه برید پر موږ ټولو برید دی.

ښاغلی کوربین وايي: "کومه پیښه چې وشوه زه یې حیران کړم، ځکه خلک پکې وژل شوي او د خلکو د ژغورنې لپاره پولیسو ځان په خطر کې واچوو، خلکو هم په دې برخه کې مرسته کړې ده. زه فکر کوم موږ باید ټولو خلکو ته درناوی وکړو."

په لندن کې تر راتلونکو دوو اونیو په بریټانیا کې ټولټاکنې کیږي او صدراعظم بوریس جانس هیله من دی چې د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره بریټانیا له اروپايي اتحادیې وباسي.

XS
SM
MD
LG