د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس: فلسطینیان هم په عربي پاڅونونو کې شامل دی


محمود عباس: فلسطینیان هم په عربي پاڅونونو کې شامل دی
محمود عباس: فلسطینیان هم په عربي پاڅونونو کې شامل دی

د فلسطین مشر محمود عباس د لویدیځې غاړې په رام اله ښار کې زرګونو پلویانو ته وویل فلسطینیان هم د عربي پاڅونونو د پسرلي یوه برخه دي او هغه به د سولې خبرې یواځې په دې شرط بیرته پیل کړي چې اسرائیل په فلسطیني اشغال کړو سیمو کې د میشت ځایونو جوړول بند کړي.

پرون له نیویارک څخه غربي غاړې ته د ستنیدو په وخت محمود عباس ته د یو اتل په توګه هرکلی وویل شو. نوموړي دوه ورځې دمخه په نیویارک کې ملګرو ملتونو ته د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندنې په موخه خپل وړاندیز ورکړ. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د فلسطیني دولت پر وړاندیز غور کوي.

".. مونږ نړۍ ته وویل چې یو خوا ته د عربو پسرلی دی، او دا د فلسطین پسرلی دی. د پرګنو پسرلی، د ولس پسرلی، د سوله ایزې مبارزې پسرلی چې خپل هدف به ترلاسه کړي."

د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د امریکا د ان بي سي تلویزیون سره په مرکه کې پرون وویل ملګرو ملتونو ته د فلسطیني دولت د پیژندنې وړاندیز غلط او بې نتیجې کار دی. ځکه فلسطینیان اسرائیلو ته له امنیتي ضمانتونو له ورکولو پرته د خپل دولت په رسمیت پیژندل غواړي. هغه یو ځل بیا پر فلسطینیانو غږ وکړ چې له مخکنیو شرطونو پرته دې سمدستي د سولې خبرې بیا پیل کړي.

".. فلسطینیان خپل دولت غواړي. خو هغوی یې باید په بدل کې سوله ورکړي. هغه څه چې دوی یې په ملګرو ملتونو کې کوي هغه اسرائیل ته له سولې ورکولو او یا سولې او امنیت له ورکولو پرته د دولت غوښتل دي. او زما په اند دا غلطه خبره ده. دا غوښتنه باید بریالۍ نه شي او ناکامه شي. خو هغه څه چې هغوی پرې بریالي کیدای شي، باید له مونږ سره کښیني او خبرې وکړي چې دوه دولتونه د دوو خلکو لپاره ترلاسه شي. یو غیر پوځي فلسطیني دولت چې یهودي دولت په رسمیت وپیژني."

د منځني ختیځ د لانجې د حل لپاره څلور اړخو چې امریکا، ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه او روسیه په کې شامل دي، پر اسرائیل او فلسطین غږ کړی چې د یوې میاشتې په ترڅ کې دې د سولې خبرې بیا پیل کړي چې تر راتلونکي کال پورې یوې موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG