ملگرو ملتونو د جولاي دوولسمه نیټه د ملاله یوسفزۍ د ورځې په نامه نومولې ده. دغه ورځ د ملاله یوسفزۍ د زیږیدو ورځ ده. سږکال د ملالې یوسفزۍ ورځ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مقر کې ولمانځل شوه.
په غونډې کې د گډون لپاره د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو نه خلک راغلي وو. د ملگري ملتونو سازمان او د غونډې گډونوالو وویل چې د دې ورځي لمانځل به د پوهنې په ډگر کې مهم رول ولوبوي.
د اشنا راډیو همکاره نزرانه یوسفزۍ دغې غونډي ته ورغلې وه او د گډونوالو سره يی د مرکو په اساس دغه راپور جوړ کړی دی.