د لاس رسي وړ اتصالات

د نومبر ۱۰ مه د ملالې د ورځې په نامه ولمانځل شوه


ملگرو ملتونو د نوامبر لسمه، د پنځلس کلنې زده کوونکې ، ملالې یوسفزۍ په ویاړ چې طالبانو یوه میاشت مخکي په سر کې په ټوپک وویشتله، د ملالې ورځ نومولې ده.

یاغیانو ملاله ځکه وویشتله چې هغې د نجونو د تعلیم د حقوقو او د جگړه مارانو په ضد خبرې کولې.

د فرانسې خبری اژانس رپوټ ورکړیدی چې په داسې حال کې چې نړۍ نن د شنبې ورځ د ملالې د ورځې په نوم لمانځي، په مینگورې کې د ملالې په کلي کې د هغې هم صنفیانی د امنیتي اندیښنو او ویری له کبله په عام ډول د هغی قدردانی نه شي کولای.

ملاله په برتانیه کې په روغتون کې ده او ډاکټران توقع لري چې صحت یی ښه کیږي.

د برتانیې پخواني صدراعظم گورډن براون نن پاکستان ته تللی دی چې هغه عریضه د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداری ته وسپاري چې د یو ملیون نه زیاتو خلکو لاسلیک کړیده او غواړي چې په پاکستان کې د ټولو ماشومانو لپاره د زده کړې فرصت برابر کړي.
XS
SM
MD
LG